د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې لپاره د اروپا استازي خپله دنده پریږدي


د ترکیې لپاره د اروپایي اتحاد سفیر هانسیورګ هابر چې جرمنی دیپلومات دی، پروسږکال د اکتوبر په میاشت کې خپله دنده پیل کړه او د خپلې استعفا دلیل یی نه دی ویلي.

دا پریکړه په داسې وخت کې کیږي چې د اروپایي اتحاد او ترکیې اړیکې هم خړي پړي دي. ترکیې د هغې موافقې لپاره خپل شرایط نه دي پوره کړي چې له مخې به یې د هغه هیواد اتباع کولای شول چې د ویزې اخیستو پرته اروپایي هیوادونو ته سفر وکړي

او په بدل کې به یې ترکیې د اروپايي اتحاد سره د مهاجرینو په مخنیوي کې مرسته کوله.

اروپایي اتحاد د ترکیې نه غوښتي و چې خپل د ترویزم ضد قانون دې یو څه نرم او واضح کړي ځکه چې د دغه قانون له مخې ترکیې ژورنالیستان او د پوهنتون استادان هم نیولي و.

خو د ترکیې نوي صدراعظم بن علي یدلریم ویلي دي چې " دغه قوانین به په هیڅ شرط بدل نه شي."

سفیر هاربر په ترکیې سخت انتقادونه کول چې د مهاجرینو په اړه د موافقې د شرایطو په پوره کولو کې زړه نا زړه ده او ویلي یې و چې هغه متل اوس برعکس معنی لري چې وایي " د ترکانو په شان کار پیل کړه او د جرمنیانو په شان یې پای ته ورسوه. " د هاربر دغو څرګندونو په ترکیه کې خلک ډیر په غصه کړي و.

XS
SM
MD
LG