د لاس رسي وړ اتصالات

د مالي بحران په درشل کې د اروپايي اتحاد کلک سیاسي اتحاد


د اروپايي اتحاد مشرانو پر دې باندي موافقه حاصله کړې چې د خپل دایمي بودیجې نه به ددغه اتحاد د هغو بانکونو سره مرسته وکړي چې د مالي ستونزو سره مخامخ دي او په راتلونکي کې به یو کلک اوږدمهاله سیاسي اتحاد رامنځ ته کړي چې په کښي د بودیجې مسلې ته کافي پاملرنه شوې وي.

دغه پریکړه نن د جمعې په ورځ د اروپايي اتحاد په عمومي غونډه کې په بروسل کې د ساعتونو بحث وروسته وشوه. په غونډه کې د یوې داسي نظارتي ادارې د رامنځ ته کېدو پر مسلې باندي هم خبري وشوې چې د اروپايي اتحاد د ایرو د زون د ۱۷ هیوادونو ټول بانکي نظامي به څاري او د ژغورنې کافي بودیجې به لري چې د اندېښمنو مشتریانو اسهام رانیسي. همداشان غړي هیوادونو پر دې هم سره سلا شول چې د هسپانیې او ایټالیې مالي غوښتنو ته لبیک وویل شي.

د اروپايي اتحاد د شورا ریْس هیرمن ون رامپې د غونډې پریکړه لیک د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې بیان کړ.

دغه راز د اروپايي اتحاد مشرانو پر دې هم موافقه وکړه چې ۱۵۰ میلیارد ډالره به خاص د دې دپاره ځانګړي کوي چې هرځل که ددغه اتحاد د غړو هیوادونو په اقتصاد کې کمزوروالی رابرسیره کېږي، نو دوي به یې پر وخت غم خوري.

XS
SM
MD
LG