د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال ٣٠٠ زره کډوال اروپا ته ننوتي دي


په مقدونیه کې د دمې کولو نه ورسته، پناه غوښتونکې د صربستان په لور خوځیږي
په مقدونیه کې د دمې کولو نه ورسته، پناه غوښتونکې د صربستان په لور خوځیږي

د کډوالو د پاره د ملگرو ملتونو اداره وایي سږ کال شا اوخوا ٣٠٠،٠٠٠ کډوال اروپا ته رسیدلي دي چې اکثریت یې د یونان له لارې ورغلي دي. دغه اداره وایي چې دغه حالت دوام نه شي کولی او باید ستونزې ته هراړخیزه حل وموندل شي.

په تیرو دوو دریو ورځو کې زرگونه کسان له یونان څخه د یوگوسلاویا پخواني جمهوریت مقدونیې ته ننوتل. نن له دغه پولې د اوښتونکو کسانو شمیر کم شوی دی دی خو ملگري ملتونه وایي چې نور کسان په لاره دي او مخنیوی یې امکان نلري.

د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې یا "یو ان ایچ سي ار" ویانده مالیسا فلیمینگ وایي چې ډله ډله کډوال د مقدونیې پولې ته رسیږي. پههره ډله کې درې یا څلور سره کسان وي. ددې ادارې د مانیتورنگ مسؤلین وایي چې هره ورځ شا اوخوا ٣٠٠٠ کسان له یونان څخه مقدونیې ته ننوځي. اکثریت یې د سوریې، افغانستان، عراق او د منځني ختیځ او سویلی اسیا د نورو هیوادونو څخه تښتیدلي وي.

ویانده فلیمینگ زیاته وي "د کډوالو وضعیت ډیر خراب وي، رواني ستونزې لري او اکثریت یې بیړنیو طبي او بشري مرستو ته اړتیا لري. د دوی حالت ته په کتلو سره، له دوی سره بشری او روغتیایي مرسته کول حتمي خبره ده"

په مقدونیه کې د دمې کولو نه ورسته، پناه غوښتونکې د صربستان په لور خوځیږي او له هغه ځایه د هنگري هیواد ته اوړي چې له هغه ځایه یې د اروپا د نورو هیوادونو لاره هم پر مخ خلاصه وي.

۴٣ سلنه پناه غوښتونکې دوه هیوادونه جرمني او سویډن قبلوي. جرمني ویلي دي چې دوی اټکل کړی چې د سږ کال تر پایه به ټول اته لکه یا اته سوه زره کډوال ورشی.

دغه ستونزه یوازی یو یا دوه هیواده نه شی حل کولی. یو ان ایچ سی ار وایي چې د اروپای ټولنې ټول اته ویشت سره غړي باید ددې جنگ ځپلیو سره مرسته وکړي او په متناسب شمیر یې قبول کړي.

د ملگرو ملتونو ویاندې امریکا غږ ته وویل "ملگرې ملتونه د اروپایي ټولنې لخوا په مساوي ډول د ۴٠،٠٠٠ کډوالو د قبلولو هغه پریکړه ستایی چې لا تر اوسه عملي شوې نه ده. دا پریکړه ټوله ستونزه نه حل کوي خو یو غوره پیل دی."

ملگرو ملتونو په اروپایي ټولنې غږ کړی دی چې دغو پناه غوښتونکو ته د قانوني لارو د مهاجرت امکانات برابر کړي. د تحصیل او کار د ویزو په اخیستلو کې اسانتیاوې رامینځته کړي چې خلک له دغو خطرناکو لارو څخه اروپا ته تگ پر ځای له قانوني د ورتگ هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG