د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني: د مهاجرینو لپاره دې اروپا یو شان پالیسي ولري


د جرمني د بهرینو چارو وزیر وایي چې ټول اروپايي هیوادونه باید چې د سرحدونو د ساتلو لپاره یوه شان امنیتي تدابیر ولري او پکار ده چې د مهاجرینو بوج په عادلانه ډول په غړیو هیوادونو وویشل شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شتاین مایر د یونان د جمهور رئیس پروکوپوس پاولو پولوس سره په آتن کې د ملاقات نه وروسته خبریالانو ته وویل چې " په یو بل د ملامتۍ اچول هیچا ته ګټه نکوي."

هغه د اروپایي ټولنې د ټولو هیوادونو نه وغوښتل چې د مهاجرینو د ستونزې د حل لپاره دې ټول لاسونه سره یو کړي.

ښاغلي شتاین مایر وویل " زه پدې خبره قانع یم چې یو بل ته د انتقاد ګوته نیول ګټه نلري. هغه هیوادونه چې مهاجرین ورته په اول سر کې داخلیږي، په نورو هیوادونو چې دغه مهاجر ورته ورځي، انتقاد کوي. یونان د بالکان په لویدیځو هیوادونو انتقاد کوي او دا هیوادونه بیا په اطریش او جرمني په غصه دي. دا ډول کارونه هیڅ نتیجه نه ورکوي. پکار ده چې د مهاجرینو او د سرحدونو د ساتلو لپاره مونږ ټول یو شان پالیسي، طرزالعملونه او اصول ولرو."

د منځني ختیځ، افغانستان او افریقا ټول مهاجر چې اروپا ته ځي، لومړی یونان او یا د بالاکان هیوادونو ته داخلیږي او د هغه ځایه بیا جرمني، سویډن، هالنډ او نورو اروپایي هیوادونو ته سفر کوي.

XS
SM
MD
LG