د لاس رسي وړ اتصالات

آیا د ترکیې نوی گام به اروپا ته د مهاجرو مخه ونیسي؟


د اتریش او بالکان د پولو په تړل کیدو اروپا ته د مهاجرو د ننوتلو شمیره راټیټه شوې ده
د اتریش او بالکان د پولو په تړل کیدو اروپا ته د مهاجرو د ننوتلو شمیره راټیټه شوې ده

د ترکیی د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تنجو بیلگیچ نن وویل چې هیواد یې د افغانستان، پاکستان په گډون د څوارلس هیوادونو سره د پناه غوښتونکو د بیرته ستنولو په هکله قراردادونه لاس لیک کړي.

ترکیه په داسې حال کې دا خبره کوي چې د یونان او مقدونیا په سرحد کې د پناه غوښتونکو او مهاجرو په زیاتوالي سره ملگرو ملتونو ویلي دي چې اروپا د یو بشري ناورین سره مخ ده.

تر څنگ یې اروپا دا ومنله چې د ٣ اعشاریه ٣ ملیارده دالرو په ارزښت د مرستې قرارداد د ترکیی سره پدې شرط لاسلیک کړي چې اروپا ته د تلونکو کډوالو د تگ مخنیوی وکړي او پخپله خاوره کې ورته د ځای په ځای کیدو او مرستو زمینه برابره کړي.

دا چې دا نوی اقدام به اروپا ته د مهاجرینو د موج مخه ونیسي او که نه؟ دا د مرستو پر څرنگوالي پورې اړه لري.

دا تر اوسه واضحه نده چې ترکیه به پدې ترڅ کې د اروپا له خوا د نویو همکاریو پلان د مهاجرینو سره د مرستی په برخه کې څه ډول تظبیقوي؟ د ځای ترڅنگ به نورې څه ډول مرستې دوي ته برابروي او دا مرستې به څو مره د مهاجرینو د هوساینې سبب گرځي؟ ددې پته به د وخت په تیریدو ولگیږي.

ترکیې پداسې حال کې له اروپایي هیوادونو څخه د رد شوي پناه غوښتونکو ته د ځای ورکولو وړاندېز کي چې د ملگرو ملتونو د کډوالو سازمان پرون ویلي و چې د یونان په شمالي پوله د پناه غوښتونکو مخ په زیاتیدونکي او حیرانوونکي شمیر د بشري ناورین خطر رامنځ ته کړی دی.

ملگرو ملتونو له اروپایي هیوادونو څخه د مهاجرو د چارو د ښه پلان کولو غوښتنه وکړه او پر هغو یې غږ وکړ چې لږ تر لږه ٢۴٠٠٠ زره مهاجرو ته د اوسیدو ځایونه برابر کړي. ددې برسیره ٨٥٠٠ تنه نور مهاجر د یونان او مقدونیا په پوله د ایدومیني په سیمه کې سرگردان دي.

په سلگونو مهاجرو د دوشنبې په ورځ له سرحد څخه د تیریدو هڅه وکړه خو د مقدونیا پولیسو پرې اوښکې بهونکی گاز استعمال کړ.

د ملگرو ملتونو د کډوالو د سازمان ویاند ادریان ادوارد په یو خبري کنفرانس کې وویل چې "اروپا د هغه بشري ناورین په پوله ولاړه ده چې پخپله یې رامنځ کړی دی."

د هغه په وینا دغه گڼه گوڼه د خوراکي توکو، پناه ځایونو، اوبو او د حفظ الصحې د کموالي سبب شوي دي " او لکه چې تیره ورځ مو ولیدل اوضاع په خرابیدو ده او تاوتریخوالي ته زمینه برابروي او پناه غوښتونکي د انسان د قاچاقبرانو د لاس اله شوي دي."

وروسته له هغې چې اتریش او د بالکان هیوادونو خپلې پولې د مهاجرو پر وړاندې ټینگې کړې اروپا ته د مهاجرو د ننوتلو شمیره راټیټه شوه.

ملگري ملتونه د اروپایي ټولنې له ټولو غړو غواړي چې د مهاجرو د ثبت او راجستر کولو د ظرفیت کچه زیاته کړي. ښاغلی ادوارد وایي یونان په یواځې توگه نه شي کولای چې پر دغو حالاتو کابو شي.​

د اروپایي ټولنې د غړو هیوادونو له ژمنو سره سره چې ٦٦۴٠٠ مهاجر له یونان څخه وباسي، تر اوسه یې مهاجرو ته یواځې ١٥٣٩ ځایونه برابر کړي او د ښاغلي ادوارد په وینا په حقیقت کې یواځې ٣٢٥ تنه کډوال یې له یونان نه لویدیځې اروپا ته لیږدولي دي.

د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې شاو خوا ١٣١٧٢۴ تنه مهاجر د مدیترانې څخه تیر شوي دي چې دغه شمیره د ٢٠١٥ کال د لومړۍ نیمایي څخه زیاته ده. د ملگرو ملتونو د کډوالو د سازمان د ویاند په وینا په تیرو دوو میاشتو کې ۴١٠ تنه یې په سمندر کې ډوب شوي دي.

XS
SM
MD
LG