د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا د مهاجرو ایستلو ته تیاری نیسي


پاکستاني مهاجر به لومړني کسان وي چې د دوشنبې په ورځ له یونان نه ترکیې ته استول کیږي.
پاکستاني مهاجر به لومړني کسان وي چې د دوشنبې په ورځ له یونان نه ترکیې ته استول کیږي.

اروپایي ټولنه او یونان غواړي د هغې موافقې له مخې چې دوه اونۍ دمخه د ترکیې او اروپایي ټولنې ترمنځ شوې د سوري مهاجرو په گډون ټول مهاجر د یونان له کوچنیو ټاپوگانو څخه ترکیې ته واستوي.

د ترکیې او اروپایي ټولنې موافقه د اروپا د مهاجرت د کړکیچ د کچې د راټیټولو په خاطر شوی، خو د بشري حقونو فعالین او کیڼ اړخه اروپایان په دې موافقه انتقاد کوي او وایي چې دا له بهرنیانو څخه د ویرې له وجې رامنځ ته شوی ده.

همداشان اروپایي ملت پاله او نور خلک هم دا موافقه غندي او وایي چې دا د مهاجرو مخه نه شي ډب کولای.

د اروپایي شورا چارواکي وایي مقامات به د پلان سره سم نوي غیر قانوني مهاجر په بېړیو کې د دوشنبې په ورځ ترکیې ته ولیږدوي.

څارونکي اټکل کوي چې د دوشنبې په ورځ د لومړنۍ بېړۍ روانیدل به تر ډیره حده نمایشي بڼه ولري او په کې به په عمومي توگه پاکستانيان سپاره وي چې اقتصادي مهاجر گڼل کیږي او د پناه اخیستنې چانس نه لري.

د یونان په یو ټاپو کې تازه راغلي مهاجر د نوم ثبتولو ته انتظار باسي
د یونان په یو ټاپو کې تازه راغلي مهاجر د نوم ثبتولو ته انتظار باسي

ددې موافقې پر اساس اروپایي ټولنې د ترکیې سره څه د پاسه درې میلیارده ډالر مرسته کړې. همداشان پر ترکیې وگړو باندې به د ویزو محدودیتونه راکم شي او په اروپایي ټولنه کې به د ترکیې د غړیتوب لپاره نوي امکانات برابر شي.

د هر هغه سوري مهاجر په بدل کې چې د ترکیې خاورې ته داخلیږي، ترکیه به یو سوري مهاجر اروپایي ټولنې ته استوي.

خو د هغو زرگونو مهاجرو لپاره چې د لیسبوس او چیوس د ټاپوگانو په کمپونو کې اوسیږي واقیعت دادی چې دوی به هیڅکله لویدیځې اروپا ته ونه رسیږي چې زیات شمیر یې په دې هیله دي چې هلته د جگړو او غربت نه لېرې نوی ژوند پیل کړي.

د اروپایي ټولنې او ترکیې موافقه د بشري حقونو ټولنو سخته غندلې ده. د اکسفام د مهاجرت د پالیسۍ مشرې سارا تیسوریری ویلي چې دا موافقه نه یواځې "د نړیوالو او اروپایي ټولنې قوانینو ته په درناوي کې پاتې راغلې، بلکې تر ډیره یې انسانیت په سیاسي امیتازونو معامله کړی دی."

د عفو نړیوال سازمان، امنستي انترنیشنل او نورې ډلې وایي ترکیې ته په استولو سره به پناه غوښتونکي له گواښ سره مخامخ کړای شي ځکه دغه هیواد د بشري حقونو د درناوي خراب ریکارد لري.

د یونان څخه کډوال ورو ورو ایستل کیږي. د پنجشنبې په ورځ چارواکو د امریکا غږ ته وویل چې د اروپایي ټولنې د امینت او مهاجرینو د چارو ٢٣٠٠ مامورین چې ټاکل شوی د پناه غوښتونکو د بیرته استولو په عملیاتو کې مرسته وکړي، یونان ته په رسیدلو دي.

XS
SM
MD
LG