د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا پر ایران د بندیزونو لگولو پریکړه وکړه


اروپايي اِتحاد غړي ملکونه له ایران سره له تخنیکي همکارئ او په هغه ملک کې له پانگه اچونې نه منع کړي دي.

د اروپايي اتحاد مشرانو نن په ایران باندی د نوو بندېزونو دلگولو فیصله کړې ده.

اروپايي اتحاد اوس عملا د امریکا او ملگرو ملتونو سره ملگری شوی دی او په ایران باندی د اتومی پروگرام په سر د راپورته شوی جنجال له امله خپل فشار زیاتوي.

د اروپايي اتحاد د پریکړې په اساس، نه د ایران سره کوم غړی هیواد تخنېکی همکاری کولی شي او نه په هغه ملک کې د سرمایه گذارئ حق لري.

همدا راز د ایران د تیلو او طبعی گاز په سکتور کی هم پرې پابندي لگیدلې ده.

ددې نوو بندیزونو هدف دادی چې په اېران باندې په فوق العاده توگه فشار زیات کړي.

ایران په نړئ کی د طبعی گاز او تیلو ډېرې پراخه زیرمې لري.

د روسیې خارجه وزارت د اروپايي اتحاد او امریکا په فیصلو باندې سخت انتقاد وکړ او وايي چې اضافی بندیزونه به د امنیت د شورا هغو کوښښونو ته زیان ورسوي چې د ایران د اتومي پروگرام په هکله یې کوي.

لویدیز ملکونه په ایران الزام لگوي چې غواړي اتومي بم تیار کړي. پرون د اوباما حکومت رسما د ایران په یوه بانک باندې بندیزونه ولگول او د تیلو د کارو بار ٢٢ شرکتونه یې په ایران کې د سرمایه گزارئ نه منع کړل.

XS
SM
MD
LG