د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحاد پر ایران نور بندیزونه لگوي


اروپايي اتحاد پر ایران نور بندیزونه لگوي

اروپايي اتحاد پر ایران نور بندیزونه لگوي

د اروپایي اتحاد د بهرنیو چارو وزیران په نظر کې لري چې په ایران باندی بندیزونه نور هم ټینگ کړی چی په هغو کی به د ایران په تیلو او د گاز په صنعت کی به د پانگی اچونی قیودات هم شامل وي.

په یوه مسوده کی چی نن خپره شوه راغلي چی د اروپایی اتحاد د بهرنیو چارو وزیران به په ایران باندی ددغه ملک د اټومی پروگرام له امله نور بندیزونه هم وضع کړی او د تهران نه به وغواړی چی خبرو ته حاضر شي.

د اروپایی اتحاد د بهرنیو چارو وزیران به د راتلونکی دوشنبی په ورځ په بروکسلز کی سره ملاقات وکړی.

د اروپایی اتحاد په نویو بندیزونو کی به د ایران سره په تجارت، بانکدارئ، بیمې او د سمندر او هوا له لارې د ترانسپورتي مالونو بندیز ولگول شي.

تیره میاشت د اروپایي اتحاد د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه وکړه چې په ایران باندې دې د هغوی د اټومي پروگرام له کبله بندیزونه نور هم سخت شي.

XS
SM
MD
LG