د لاس رسي وړ اتصالات

د پاریس له سړکونو مهاجر را ټول شول


فرانسوي چارواکي وايي له سړکونو څخه د مهاجرو د راټولولو پروګرام د شپې له خوا پیل شو او د جمعې د ورځې ترسهاره پورې یې دوام وکړ
فرانسوي چارواکي وايي له سړکونو څخه د مهاجرو د راټولولو پروګرام د شپې له خوا پیل شو او د جمعې د ورځې ترسهاره پورې یې دوام وکړ

پولیسو او د پاریس د ښاروالۍ چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې له افغانستان، سوډان، اریتریا او نورو هېوادونو شاوخوا ۱۶۰۰ مهاجر یې چې د پاریس په شمال کې په سرکونو باندې اوسیدل، موقتي سرپناو ته انتقال کړل.

دغه اقدام په اروپا کې د مهاجرو د بحران د حل لپاره د ترسره کېدونکو هڅو یوه برخه ده.

د ښاروالۍ چارواکي وايي له سړکونو څخه د مهاجرو د راټولولو پروګرام د شپې له خوا پیل شو او د جمعې د ورځې ترسهاره پورې یې دوام وکړ.

د سړکونو له سر راټول شوي مهاجر د پاریس په ښار او شاوخوا سیمو کې ۷۴ سرپناو ته انتقال شول چې هلته به ورته خواړه او طبي درملنه ورکړل شي او هم به له هغو کسانو سره چې د پناه غوښتنې مستحق دي، د پناه غوښتنې د درخواستونو په ورکولو کې مرسته وشي.

په فرانسه کې نن پولیسو د افغانانو په ګډون یو شمیر مهاجر له سرکونو راټول کړل
په فرانسه کې نن پولیسو د افغانانو په ګډون یو شمیر مهاجر له سرکونو راټول کړل

له بلې خوا د اروپايي اتحاديې د انساني قاچاق ضد ادارې د جمعې په ورځ د برتانیې د بهرنیو چارو د وزیر هغه ادعا رد کړه چې ګواکې ۲۰۰ سوه مهاجر یې بیرته لیبیا ته ستانه کړي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن د پنجشنبې په ورځ د ایټالیا د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې وویل اروپايي اتحادیه باید د مهاجرو د راتګ د مخنیوي لپاره د دوی لېږدونکې بیړۍ بیرته واستوي. هغه زیاته کړه چې اروپايي اتحادیې دوه سوه زره مهاجر ژغورلي او ۲۴۰ کښتۍ یې بیرته ګرځولي.


د بلغاریا په پایتخت صوفیه کې د اروپايي اتحاديې د ماموریت ویاند وویل هیڅ کومه کښتۍ بیرته نده استول شوې.

هغه زیاته کړه مونږ د مهاجرو له ژغورنې وروسته کښتۍ له منځه یوړلې او ښايي چې په دې برخه کې کومه غلط فهمي رامنځته شوې وي.

په صوفیه کې د اروپايي اتحادیې د ماموریت هدف اروپا ته د انسانانو د قاچاق مخنیوی دی. د دغه ماموریت کښتیو د ژغورنې زرګونه عملیات ترسره کړي.

د دغه ماموریت کښتۍ یوازې په نړیوالو اوبو کې فعالیت کوي او د لیبیا حکومت په خپلو اوبو کې د فعالیت اجازه نده ورکړې.

د اروپايي اتحادیې کښتیو له قاچاق وړونکو بیړیو شاوخوا ۲۶۰۰۰ زره مهاجر ژغورلي او د هغوی ۳۰۰ لېږدونکې بیړۍ یې له منځه وړي.

ایټالیا د اروپا د مهاجرت د بحران په اول خط کې قرار لري او په تیروکلونو کې له شمالي افریقا په تیره بیا لیبیا څخه ورغلي ۴۰۰۰۰ زره مهاجر یې منلي دي.

XS
SM
MD
LG