د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه د پیسو په بدل کې مهاجرین ساتي


په ترکیه کې ګڼ شمیر کډوال، سوریې اتباع دي چې د کورنۍ جګړې نه تښتیدلي دي.
په ترکیه کې ګڼ شمیر کډوال، سوریې اتباع دي چې د کورنۍ جګړې نه تښتیدلي دي.

د بشري حقونو مخکښو ډلو د دوشنبې په ورځ د جون په شلمه د مهاجرت د نړیوالې ورځې د لمانځنې په بهانه، د اروپایي اتحادیي او ترکیې ترمنځ د مهاجرت په وروستۍ موافقې او پر هغو شرایطو چې مهاجرین يي په ترکیه کې زغمي، سختې نیوکې کړي دي.

په ترکیه کې د بخښنې د نړیوال سازمان څانګې په استانبول ښار کې د ټولو هیوادونو نه وغوښتل چې د کډوالو د خوندیتوب لپاره زیات مسؤلیت واخلي.

یاد سازمان په خپله اعلامیه کې لیکلي، ددی پرځای چې هغه امتیاز ډیر شي چې له مخې یي کډوال په خوندي او قانوني توګه وکړې شي اروپا ته دننه شي، اروپایي اتحادیي د ترکیې سره په غیر قانوني قرارداد د مهاجرت په مخنوي نورهم ټینګار کړې. تراوسه په زرګونو کډوال، اروپا ته د خطرناکو سمندرونو نه د تیریدو په وخت مړه شوي دي.

په ترکیه کې د کډوالو په یو کمپ کې د ترکیې او اروپایي اتحادیې بیرغونه
په ترکیه کې د کډوالو په یو کمپ کې د ترکیې او اروپایي اتحادیې بیرغونه

د اروپایي اتحاديې او ترکیې ترمنځ دا تړون د تیرې مارچ په میاشت کې وشو او له مخې یي یونان دا حق ترلاسه کړ چې د یو دریم مصونه هیواد په توګه، بی لدې چې د پناه غوښتونکو د خوندیتوب غوښتنو ته ځواب وویل شي، هغوی بیرته ترکیې ته ستانه کړي.

د موافقې له مخې ددی لپاره چې د سمندر له لارې یونان ته د مهاجرینو تګ محدود شي، د بخښنې نړیوال سازمان ادعا لري چې ترکیې نه یوازې غیر قانوني توقیف خانې زیاتې کړي، بلکې ځنې یي په جبرې توګه سوریې ته په تلو مجبور کړي او یا داسی فشار پری راوړي چې پخپله مهاجرین تلو ته داوطلب شي.

یاد سازمان د انقرې نه غواړي چې مهاجرینو ته حداقل ابتدایي شرایط، لکه کار، صحي خدمات او تعلیمې پروګرام برابر کړي. ترڅنګ یي د اروپایي اتحادیې نه غوښتنه لري چې ترکیې ته پدې خیال چې دا هیواد دریم خوندي ځای ګڼل کیدو، د کډوالو بیرته شړل ورته سمدستي بند کړي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان هم د اروپایې اتحادیې نه غوښتنه کړې چې ترکیې ته د سوري مهاجرینو د بیرته ستنیدو مخکې باید د هغوئ د خوندیتوب او مصؤنیت غوښتنې و ارزول شي.

دا سازامان وایي ډیره ګرانه ده چې ګڼ شمیر مهاجرین، په ځانګړې توګه ترکیه چې د څه باندې دوه ملیونه سوري مهاجرینو کوربه ده، په ډیره تلوسه کې د ژوند لمړنۍ اړتیاوې پوره کول غواړي، خو کمک ورسره نه کیږي. د بشري حقونو نړیوال سازمان د نړیوالو مرستندویه هیوادونو او سازمانونو غواړي چې د مهاجرینو په برخه کې د لمړنیو حقونو لپاره د انقرې د هڅو سره مرسته وکړي.

د ترکیې په ګازیانتپ ولایت کې د مهاجرینو یو کمپ
د ترکیې په ګازیانتپ ولایت کې د مهاجرینو یو کمپ

د ترکیې او اروپایي اتحاد ترمنځ د موافقې هدف دادی چې اروپا ته د تلونکو کډوالو مخنوی زیات شي او په بدل کې یي اروپایي اتحاد منلې چې ترکیې ته به درې اعشاریه څلور میلیارده ډالره ورکوي چې ترکیه باید د یونان جزیرو ته د رسیدو مخکې د سیلاب په څیر ور روانو کډوالو مخنوی وکړي او کوم چې رسیدلي بیرته یي واخلي. دا موافقه د ۲۰۱۶ کال په مارچ میاشت کې لاسلیک شوې ده.

انقره وایي دوی د دری میلیون مهاجرینو کوربه ده او پدې کې دوه اعشاریه پنځه اویا یي سوري کډوال دي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG