د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش مخکنیو جنسي مینزو ته د سخاروف جایزه ورکړل شوه


ایزیدي یوه مذهبي ډله ده چې د منځني ختیځ د څو مختلفو لرغونو مذهبونو په یو ترکیب باور لري
ایزیدي یوه مذهبي ډله ده چې د منځني ختیځ د څو مختلفو لرغونو مذهبونو په یو ترکیب باور لري

اروپایي پارلمان د پنجشنبې په ورځ دوو عراقي ایزیدي میرمنو، نادیه مراد او لامیه اج بشار، ته چې د داعش ډلې د جنسي مینزو په توگه نیولې وې، د سخاروف معتبره جایزه ورکړه.

دغه دوه میرمنې د اسلامي دولت د ډلې له منگلو څخه له تیښتې وروسته د بشري حقونو لپاره مبارزه کوي.

په ٢٠١۴ کې کله چې د اسلامي دولت د ډلې جنگیالیو د سنجر ښار ته نژدې د کوچو په نامه د ایزیدانو سیمه ونیوله، په زرگونو ایزیدي ښځې او نجونې یې یرغمل کړې او بیایي شکنجه او جنسي تیري پرې وکړل. نادیه مراد او لامیه بشار د همدغو ایزیدي ښځو په ډله کې وې.

ایزیدي یوه مذهبي ډله ده چې د منځني ختیځ د څو مختلفو لرغونو مذهبونو په یو ترکیب باور لري او د اسلامي دولت ډله هغوی د شیطان پیروان بولي.

نادیه مراد چې اوس ٢٣ کلنه ده په موصل کې د داعش په زندان کې وه او د ٢٠١۴ کال نومبر کې وتوانیده چې له زندان څخه وتښتي، هغې لومړی د مهاجرو یو کمپ ته او بالاخره جرمني ته پناه یوړله.

له هماغه وخت راهیسې هغې د ایزیدي فرقې، مهاجرو او په عمومي توگه د ښځو د حقونو لپاره مبارزه پیل کړې او همداشان د انسانانو د قاچاق پر ضد فعالیت کوي.

هغې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته د انسانانو د قاچاق په هکله معلومات ورکړي او تیره میاشت یې د "نادیه نوښت" په نامه یو مدني حرکت پیل کړ چې د نسل وژنې له قربانیانو سره مرسته وکړي. هغه ټینگار کوي چې د ایزیدیانو ډله ییزه وژنه باید د نسل وژنې په توگه وپیژندل شي.

۱۸ کلنه لامیه اج بشار د نادیه سره په یو وخت کې داعش یرغمل کړې وه او د جنسي مینزې په توگه ساتل کیده. هغې وکړای شول چې د مارچ په میاشت کې له بنده وتښتي، خو د تیښتې پر وخت د یو ځمکني ماین د چاودنې په وجه پر مخ سخته ټپي او په یوه سترگه ړنده شوه.

هغه اوس په جرمني کې ژوند کوي او د ټپونو درملنه یې کیږي. لامیه بشار هم د ایزیدي قبیلې د حقونو لپاره مبارزه کوي.

د سنجر ښار په ٢٠١۴ کې په داسې حال کې کردي جنگیالیو د داعش له منگلو ازاد کړ چې د امریکا پر مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د هوایي قواو له خوا یې ملاتړ کیده. د سنجر په شمال کې د ایزیدیانو ډله ییز قبرونه وموندل شول.

د ملگرو ملتونو پلټونکو د جون په میاشت کې په رپوټ کې ویلي چې د اسلامي دولت ډلې په سوریې او عراق کې د ایزیدي قبیلې پر وړاندې له نسل وژنې څخه کار اخیستی چې ددې ۴٠٠٠٠٠ زره ییزې مذهبي قبیلې خلک په وژنو، جنسي تیریو او نورو جنایاتو باندې له منځه یوسي.

د فکر د آزادۍ لپاره د سخاروف جایزه د روسیې د مړ شوي ساینس پوه اندري سخاروف په نوم نومول شوی ده او هر کال د اروپایي پارلمان له خوا ورکول کیږي. دا جایزه چې په ١٩٨٨ کال کې پیل شوی هغو اشخاصو او سازمانونو ته ورکول کیږي چې د بشري حقونو او د اساسي ازادیو لپاره مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG