د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا او روسیې مریخ ته څیړونکې اله واستوله


دغه نوې څیړنیزه اله یواځې د مریخ په اتموسفیر کې څیړنې کوي او د مریخ سطحې ته نه ښکته کیږي.
دغه نوې څیړنیزه اله یواځې د مریخ په اتموسفیر کې څیړنې کوي او د مریخ سطحې ته نه ښکته کیږي.

د اگزومارس په نامه بې پیلوټه څیړونکې اله د یوې روسۍ فضایي بېړۍ په مرسته فضا ته ولیږدول شوه او تمه ده چې د اکتوبر په میاشت کې به د مریخ مدار ته ورسیږي.

د اروپا او روسیې د فضایي ادارې د مریخ د ماموریت د علماتو مسول پاولو فري د اسوشیتټ پرس خبري اژانس ته ویلي چې دغه نوې تحقیقاتي اله به چې د اروپا او روسیې د فضایي ګډو ادارو له خوا جوړه شوې، د مریخ په اتموسفیر کې د میتان په ګډون د موجودو ګازونو سرچینه ومومي.

د میتان ګاز د بیولوژیکي او جیولوژیکي فعالیتونو په نتیجه کې تولیدیږي او اتموسفیر ته له رسېدو وروسته په نسبي توګه په لږه موده کې ټوټه ټوټه کیږي.

ښاغلي فري اسوشیټ پرس ته وویل چې "میتان له ۴۰۰ کلونو څخه زیات نه زړیږي. په دې معنی چې د زمان په دې موده هلته بیولوژیکي او جیولوژیکي فعالیت موجود و. که هلته د میتان گاز موجود وي په دې معنی دي چې یو لړ شیان هلته جریان لري."

په مریخ کې د ژوند نښې نښانې - حتا د زره بیني موجودانو شتون – د یوې مودې لپاره پوهان هیجاني کړي وو، خو تر اوسه هیڅ یو یې نه دی کشف شوی.

فري دې ته اشارې چې د مریخ پراخه سطحه تر اوسه نه ده پلټل شوې د اسوشیتید پرس اژانس ته وویل " دا چې تر اوسه په مریخ کې کوم ژوندی عنصر نه دی موندل شوی په دې مفهوم نه دي چې هلته ژوند نشته."

دغه نوې څیړنیزه اله یواځې د مریخ په اتموسفیر کې څیړنې کوي او په مریخ کې د کناستو لپاره به یوه بله تحقیقاتي وسیله په ٢٠١٨ کال کې فضا ته واستول شي او لازمې څیړنې به ترسره کړي. ځکه چې د مریخ په سطحې کې د څیړنیزې الې کښیناستل مشکل کار دی او دمخ څو ځلې له ناکامۍ سره مخامخ شوی دی.

د اگزومارس ماموریت چې د اروپا او روسیې د فضایي ادارو گډ ماموریت دی، لگښت یې یواځې د اروپا فضایي ادارې لپاره یو میلیارډ او ۴۴۰ میلیون ډالره دی. اگزومارس همدا شان د امریکا د فضایي ادارې ناسا یوه رادیوي اله هم په خپل ترکیب کې لري چې د مریخ له نورو څیړونکو سره به د زیگنال په مخابره کولو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG