د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: افغان امنیتي ځواکونو کې فساد د سولې په لار کې خنډ دی


اروپايي ټولنه وايي، چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې فساد د هغوی د کمزورتیا او د طالبانو د ډلې د پیاوړي کیدو لامل کیږي.
اروپايي ټولنه وايي، چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې فساد د هغوی د کمزورتیا او د طالبانو د ډلې د پیاوړي کیدو لامل کیږي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي دفتر په یو بیان کې ویلي، چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په منځ کې د فساد سره د مبارزې په لاره کې د هڅو سره سره اوس هم اوږده لار پر مخ کې پرده ده.

دا بیان وایي دې وضعیت د افغانستان د خلکو لپاره ناوړه پایلې لرلې.

اروپايي ټولنې ویلي، چې فساد د امنیتي ځواکونو پیاوړتیا کموي او طالبانو ته اجازه ورکوي، ترڅو د جګړې په ډګر کې خپله توانایي لوړه کړي.

د اروپايي ټولنې د بیان له مخې، هره اونۍ فساد د افغانانو د وژل کیدو لامل ګرځي او دا ځکه چې د امنیتي ادارو وسلې، مهمات او نور تجهیزات پر طالبانو باندې پلورل کیږي.

کابل کې د اروپايي ټولنې دغه راز اندیښنه ښودلې چې فساد د سولې پر وړاندې چې افغانان یې په تمه دي، خنډ ګرځي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي فرانز مایکل میلبن په دغه بیان کې ویلي "په افغانستان کې سوله ممکنه ده، خو سولې ته د رسیدلو لپاره څو مهم کارونه باید ترسره شي، چې ترټولو مهم یې دا دی چې افغان امنیتي ځواکونه باید دغسې پیاوړتیا ترلاسه کړي، چې د جګړې په ډګر کې د طالبانو د پرمختګ مخنیوی وکړي. د امنیتي ځواکونو پر مسلکي کولو باندې باید دوامداره تمرکز وشي، په ځانګړي ډول د ښې رهبرۍ په رامنځ ته کولو سره، همدارنګه اړتیا ده چې په امنیتي ځواکونو- اردو او پولیسو کې فساد سره جدي مبارزه وشي. فساد په جدي توګه د امنیتي ځواکونو اغیزمنتوب ته زیان رسوي".

اروپایي ټولنې نن د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې د خپلو هڅو په څلورم او وروستي پړاو کې افغان امنیتي سکټور کې د فساد پر شتون تمرکز کړی دی.

دغې ټولنې په خپلو دریو مخکنیو پړاونو کې په افغانستان کې په ناقانونه توګه د کانونو ایستلو، د کانونو په سکټور کې فساد او د دغه هیواد په عدلي او قضایي ادارو کې د فساد د شتون په اړه خپل غږ اوچت کړی وو.

ښاغلي میلبن ویلي "په داسې حال کې چې مونږ د امنیت په برخه کې لویې ستونزې رابرسیره کوو، همدا رنګه مونږ غواړو چې له هغو کارونو چې ترسره کیږي هم یادونه وکړو، مونږ دا منو چې د افغانستان دولت، ناټو او د قاطع ملاټړ ماموریت او نورو نړیوالو همکارانو مرسته کړې چې ترڅو افغانستان پرمختګ وکړي، خو نور کار ته لا اړتیا ده چې باید همدا اوس ترسره شي".

د افغانستان دفاع وزارت د اروپايي ټولنې له دغه کمپاین څخه هرکلی کوي، خو وايي چې په دغه وزارت کې له فساد سره د اغیزمنې مبارزې لپاره له نوې ټکنالوژۍ څخه کار اخیستل کیږي تر څو ښې پایلې ولري.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش امریکا غږ ته وویل "موږ د فساد د له منځه وړلو لپاره قوي مبارزه پیل کړې ده او اروپايي اتحادیې هم په دې برخه کې ویلي، چې موږ په دې برخه کې د افغانستان له دفاعي ځواکونو سره مرسته کوو."

د هغو شمیرو له مخې، چې د افغانستان دفاع وزارت له دې مخکې ورکړې دي، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې دغه وزارت له ۴ زرو څخه زیات منسوبین د اداري فساد، وظیفوي سرغړونې، له واک څخه د ناوړې ګټې اخیستنې، درغلۍ، د وسلو او مهماتو پلورلو، د امنیت ضد فعالیتونو او د ملي اردو له اعاشې او مهماتو څخه د غلا په تورونو نیولي او د افغانستان عدلي او قضايي ادارو ته یې معرفي کړي دي.

د دغه وزارت د کشف او ستراتیژیکو استخباراتو مرستیال هلال‌الدین هلال پر وینا، په دغه شمیر نیول شوو کسانو کې د دفاع وزارت یو شمیر لوړپوړي منسوبین هم شامل دي.

جنرال هلال دغه راز ویلي "د نورو مختلفو جرمونو ۵۷۸ دوسیې چې په کې فریبکاري، اختلاس، له وسلو او اعاشې څخه غلا او د پرسونل له معاش څخه ناوړه ګټه اخیستنه شوې، د افسرانو، سرتیرو او بریدملانو په ګډون ۱۱۰۷ تنه په کې شامل دي. دوی د دفاع وزارت په حقوقي څانګو کې تر څیړنو لاندې دي."

د افغانستان د دفاع پخواني وزیر هم ټینګار کړی وو، چې فساد په اردو کې ځای نه لري او افغان سرتیري باید د یو څو 'مفسدو' کسانو قُرباني نشي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو په خپل تازه ریپوټ کې چې تیره ورځ خپور شوی ویلي، سره له دې چې د افغانستان حکومت له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دی، خو له فساد سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG