د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې اروپایي اتحادیې ته خبرداری ورکړ


ترکیه اروپایي ټولنې ته د مهاجرینو د تگ د مخنیوي په بدل کې ترکانو ته له دې ټولنې نه د آزاد سفر کولو امتیاز غواړي
ترکیه اروپایي ټولنې ته د مهاجرینو د تگ د مخنیوي په بدل کې ترکانو ته له دې ټولنې نه د آزاد سفر کولو امتیاز غواړي

د ترکیې چارواکي وايي اروپایي ټولنه د اکتوبر تر میاشتې ترکانو ته د آزاد او پرته له ویزې سفر کولو امتیاز ور نه کړي، انقره به د هغې اتحادیې سره د مهاجرینو د مخنیوي له تړون تیره شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولوت چاوش اوغلو وایي"... د اروپایي ټولنې سره خبرې روانې دي خو څرگنده ده چې مونږ یا ټولې پریکړې یو ځای پلي کوو او یا دا چې له ټولو تیریږو". هغه وایي داسې نه کیږي چې ټول ښه شیان اروپایي ټولنه ترلاسه کړي او ترکیې ته هیڅ شئ ونه رسیږي.

ترکیې د روان کال د مارچ په میاشت کې د اروپایي ټولنې سره موافقه کړې وه چې د مهاجرینو د کړکیچ په هکله ددې اتحادیې د هڅو په چوکاټ کې به اروپایي ټولنې ته د مهاجرینو د تگ ونیسي. په بدل کې اروپایي ټولنې انقرې ته څو میلیارده ډالر مرسته ورکړه او ژمنه یې وکړه چې ترکانو ته به له ویزې پرته دغې اتحادیې ته د آزاد سفرکولو اجازه ورکړي، هغه ژمنه چې تر اوسه نه ده پلې شوې.

په دې ترڅ کې د ترکیې د جولای د ١٥ ناکامې کودتا وروسته د انقرې او لویدیځ ترمنځ ناندرې زیاتې شوي دي. اروپا او د امریکا متحده ایالات د انقرې له لورې د ترهگرۍ په وړاندې د مبارزې د قوانینو او له هغې وړاندې د کودتا وروسته په هغه هیواد کې د ترکیې حکومت له لورې د کودتاچیانو پر وړاندې د سخت چلند څخه اندیښمن دي او په همدې خاطر یې اروپا ته د ترکانو د آزاد سفر کولو امتیاز ځنډولی دی.

د رویټرز خبري اژانۍ وايي لویدیځې نړۍ سره د ترکیې د ناندرو زیاتوالی حتا د شمالي اتلانتیک په تړون ناتو کې ددې هیواد غړیتوب ته گواښ رامنځ ته کړی دی، او انقره یې دې ته اړ کړې ده چې د روسیې سره خپلې اړیکې ښه کړي.

خو ښاغلي چاوش اوغلو وایي ترکیه ددې تر څنگ چې د ناتو سازمان یوه مهمه ملاتړې ده، د نورو لارو چارو لټه هم کوي.

هغه وویل "څرگنده ده چې مونږ د نورو شریکانو سره د وسلو د سیتمونو په راکړه ورکړه کې همکاري لرو، ځکه په ناټو کې زمونږ ځینې شریکان د مثال په توگه مونږ ته د دافع هوا د سیستمونو د خرڅلاو او یا د معلوماتو د تبادلې اجازه نه راکوي".

XS
SM
MD
LG