د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا له ترکیې غواړي چې د مهاجرو قاچاقي لاره وتړي


ترکیه اروپا ته د غیر قانوني پناه غوښتونکو د ورتگ عمده لار ده.
ترکیه اروپا ته د غیر قانوني پناه غوښتونکو د ورتگ عمده لار ده.

د اروپایي ټولنې مشران نن دوشنبې په بروکسل کې راټول شوي چې د دوهمې نړیوالې جگړې راوروسته د اروپا د مهاجرت د بیساري کړکیچ لپاره د حل لاره ومومي.

د ترکیې صدراعظم احمد داود اوغلو وویل چې "ترکیه د اروپایي ټولنې رسره مرستې ته حاضره ده... ترکیه اروپایي ټولنې ته حیاتي ارزښت لري هماغسې چې ترکیې ته اروپايي ټولنه ارزښتمنده ده."

ښاغلي داوداوغلو هیله څرگنده کړه چې اروپایي ټولنه به ددې موضوع په هکله یو نوی چلند غوره کړي او زیاته یې کړه چې ترکیه د اروپا لپاره اړینه ده هماغسې چې اروپا ترکیې ته لازمي ده.

د اروپایي ټولنې دیپلوماتانو وویل چې دا غونډه به په رسمي توگه د جرمني په لور د یونان او د بالکان د حوزې د لارې بندیدل اعلان کړي. ددې اتحادیې مشران به همداشان په یونان کې د لسگونو زرو مهاجرو د وضعیت په اړوند د هغه هیواد سره د نورو مرستو ژمنه هم وکړي.

د جرمني صدراعظمې انگلا مرکل هیله څرگنده کړه چې دا غونډه نتیجه ورکړي که څه هم چې د هغې په وینا په دې هکله خبرې ستونزمنې دي او وخت ته اړتیا لري.

د ترکیې صدراعظم همداشان وویل چې هیواد یې په اروپایي ټولنه کې غړیتوب ته تیار دی او هیله یې څرگنده کړه چې د نن ورځې غونډه نه یواځې د مهاجرت په کړکیچ بلکې په اروپایي ټولنه کې د ترکیې په غړیتوب باندې هم متمرکزه شي.

په دې ترڅ کې د اروپایي ټولنې یو شمیر مشرانو د ترکیې د حکومت له لورې د "زمان" په نامه د ترکي مشهورې ورځپاڼې د ضبط کولو په اړه په ترکیه کې د مطبوعاتو د آزادۍ اود بشري حقونو د وضیعت په هکله اندیښنه څرگنده کړه.

د اروپایي پارلمان رئیس مارتین شولز د ښاغلي داوداوغلو سره په کتنه کې ویلي دي چې "د رسنیو آزادي په اروپایي هویت کې یو غیر قابل بحث عنصر" دی. همداشان د جرمني صدراعظمې هم د ترکیې له صدراعظم سره په خبرو کې د مطبوهاتو د آزادۍ پر موضوع خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG