د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا: د نولانډ بې باکه خبرې د منلو وړ نه دي


د امریکا د باندنیو چارو د وزارت مرستیاله ویکټوریا نولاند په اوکراین کي د امریکا د سفیر جیوفري پیات سره د کیف ښار د آزادۍ په څلور لاره کي
د امریکا د باندنیو چارو د وزارت مرستیاله ویکټوریا نولاند په اوکراین کي د امریکا د سفیر جیوفري پیات سره د کیف ښار د آزادۍ په څلور لاره کي
د اروپایي شورا رئیس ( هیرمان وان رامپوی) وایي چي د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې( ویکټوریا نولانډ) هغه بیباکه خبري چي د اروپایي اتحاد په اړه یې کړي دي « ټولي د منلو وړ نه دي.»

( رامپوی) دا تبصره یوه ورځ وروسته له هغه د بلجیمي برادکاسټرانو سره په مرکه کي وکړه چي د جرمني صدراعظمي ( انگیلا مرکیل) هم دې ته ورته وینا کړې وه.

د ( نو لانډ) تبصره د هغي خصوصي تلیفوني محاورې یوه برخه وه چي هغې په په اوکراین کي د امریکا د سفیر ( جیوفري پېټ) سره کړې وه او په ټولنیزو رسنیو کي افشا شوه.

( نو لینډ) په دې تلېفوني محاوره کي په بدو الفاظو وویل چي امریکا باید د اوکراین د بحران په حلولو کي د اروپایي اتحاد درېځ ونه مني.

هغې د جمعې په ورځ وویل چي دا به ددغي محاورې په باب چي هغې یوه دیپلوماتیکه خصوصي محاوره وبلله هیڅ هم ونه وایي.

مگر د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نطاقي( ژین ساکي) د جمعې په ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي وویل چي میرمن نولانډ ددغي تبصرې له کبله معافي غوښتې ده.
XS
SM
MD
LG