د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحادیه: ټولنیزې رسنۍ باید د کرکې د خپرېدو مخه ونیسئ


A smartphone and computer screen display the Google home page. U.S. presidential elections typically spur online searches for information about moving to Canada.
A smartphone and computer screen display the Google home page. U.S. presidential elections typically spur online searches for information about moving to Canada.

اروپايي کمیسیون د فیسبوک، ټویټر،ګوګل ، یوتیوب او مایکروسافټ په ګډون د تکنالوژۍ لویو امریکايی شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې په آنلاین بڼې د کرکې د خپرېدو مخه ونیسي او که چیرې دا کار ونه کړي له قانوني چلند سره به مخامخ شي.

د اروپايي اتحادیې دغه خبرداری شپږ میاشتي وروسته له هغه ورکول کیږي چې دغو شرکتونو په یو رضاکارانه اقدام سره پریکړه وکړه چې د ۲۴ ساعتونو په موده کې په اقدام لاس پورې کړي، ځکه په اروپا کې د مهاجرینو بحران او ترهګریزو بریدونو د کرکې د خپرېدو ویره زیاته کړې. د شرکتونو په دغه اقدام کې د آنلاین محتویاتو له منځه وړل او یا ورته د لاسرسي مخه نیول، له مدني ټولنو سره ښه همکاري او د کرکې په وړاندې د ترسره کیدونکو مدني اقداماتو تقویه کول شامل دي.

دغه رضاکارانه اقدام د دغو شرکتونو د هغو پخوانیو فعالیتونو دوام دی چې له مخې یې په خپلو ویب پاڼو کې د کرکې د خپرېدو مخه نیسي. دوی له خلکو سره د کرکې څخه د ډکو محتویاتو په راپور ورکولو کې مرسته کوياو خپل کارکوونکي داسې روزي چې د خلکو غوښتنو ته رسیدګي وکړي.

خو هغه رپوټ چې د اروپايي اتحادیې د عدلي کمیشنر ویرا جاورا له خوا ترتیب شوی، ښيي چې شکایتونه ډیر دي او د دغو شرکتونو کړنې د قناعت وړنه دي. دغه کمیسیون وايي په عمل کې د دغو شرکتونو کار ډیر وخت نیسی او تر اوسه هدف ته نږدې شوي نه دي. هغوی له څلورویشتو ساعتونو په کمه موده کې د ثبت شویو قضیو یوازې ۴۰ فیصده څېړي. له ۴۸ ساعتونو وروسته دغه شمیر ۸۰ ته رسیږي. دغه شمیرې ښيي چې کولی شو هدف ته ورسېږو، خو په کار ده چې شرکتونه نورې هڅې هم وکړي.

ښاغلي جاورا د فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي:" که فیسبوک، یوتیوب، ټویټر او مایکروسافت غواړي چې مونږ ته قناعت راکړي چې له قانوني چلند څخه پرته چاره ښه نتیجه ورکوي، نو لازمه ده چې چټک عمل وکړي او په راتلونکو میاشتو کې خپلې کړنې زیاتې کړي."

د ښاغلي جاورا راپور په ۲۸ هېوادونو کې د کرکې د خبرو په هکله یو متفاوت ګراف ښيي. په جرمني او فرانسې کې د توکمیز تفوق نظریې له پنځوس فیصدو څخه زیاتې حذف شويدي، خو په اتریش کې یوولس په سلو کې او په ایټالیا کې د څلور فیصده حذف شوي.

ټاکل شوېده چې د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو د عدلیې وزیران راروانه پنجشنبه په بروکسل کې غونډه وکړي او د کمیسیون رپوټ وڅېړي. دوی به همدارنګه له شرکتونو وغواړي چې له انترنتي شبکو څخه د ترهګرو د پروپاګند د لرې کولو او له اروپا څخه بهر ته د تلونکو جنګیالیو د محکومیت لپاره د شواهدو په ترلاسه کولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG