د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا ښايي امریکا او کاناډا سره د ویزې مقررات یو شان کړي


اروپایي ټولنه له امریکا او کاناډا څخه غواړي چې د اروپایي ټولنې د اوسیدونکو سره ورته چلند وشي.
اروپایي ټولنه له امریکا او کاناډا څخه غواړي چې د اروپایي ټولنې د اوسیدونکو سره ورته چلند وشي.

د اروپایي ټولنې د ٢٨ غړي هیوادونو استازي په دې غور کوي چې د امریکا، کاناډا او برونای په شان د ویزې ورته مقررات غوره کړي که نه. د اروپايي هیوادونو وګړي امریکا او کاناډا ته د تګ لپاره ویزې ته اړتیا نلري خو یو لړ رسمي مقررات باید ترسره کړي. امریکايي او کاناډايي وګړي بیا بیله ویزې او مقرراتو اروپايي هیوادونو ته سفر کولې شي.

اروپایي کمیسیون دوی د سه شنبې په ورځ راغوښتي وو چې "بېړني بحثونه پیل کړي" او په دې اړوند د راتلوونکو دریو میاشتو په ترڅ یوه معقوله لاره غوره کړي.

ددغو بحثونو په نتیجه کې ښایي د امریکا د متحده ایالاتو، کاناډا او برونای پر وگړو باندې چې د سوداگرۍ په نیت او که د کورنیو د لیدلو په مقصد اروپایي ټولنې ته په لنډمهاله سفر ځي، د ویزې اخیستلو ځانگړي مقررات ولگوي.

ډیر هیوادونه د اروپایي ټولنې سره داسې موافقې لري چې وگړي یې د ٩٠ ورځو لپاره پرته له ویزې په اروپایي ټولنه کې واوسیږي چې ورته له پاسپورت پرته د اروپا د ازاد سفر د زون یا شنگن ویزه ویل کیږي.

خو په بدل کې اروپایي ټولنه له دغو هیوادونو څخه غواړي چې د اروپایي ټولنې د اوسیدونکو سره هم ورته چلند وشي.

د اروپایي ټولنې مقامات وایي امریکا د بلغاریا، کرواشیا، یونان، پولند او رومانیه څخه غواړي چې امریکا ته د تگ پر وخت ویزه واخلي. کاناډا بیا غواړي چې بلغاریان او رومانیان ویزه واخلي. خو اروپایي کمیسیون غواړي چې دغه مقررات په څو اونیو کې له منځه لاړ شي.

دغه کمیسیون همداشان اندیښمن دی چې د امریکا کانگرس له خوا په تیر دسمبر کې د سفر کولو نوي محدودیتونه ښایي د اروپایي ټولنې پر ټولو غړو هیوادونو باندې اثر واچوي، لکه د ایراني الاصله فرانسوي دوسیه چې دوه گونی تابعت یې درلود او اوس باید د ویزې اخیستلو درخواست ورکړي.

دغو دریو هیوادونو ته دوه کاله وخت ورکړل شوی و چې د اروپایي ټولنې د غړو هیوادونو وگړو د ویزې دغه ډول مقررات لغوه کړي کوم معیاد چې د سه شنبې په ورځ پای ته ورسید.

XS
SM
MD
LG