د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحادیې په رفح د اسرائیل د یرغل په اړه خبرداری ورکړی


د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل

د اروپايي اتحادیې د پراختیا او بهرنیو چارو وزیرانو د سه شنبې په ورځ مۍ اوومه (غوايي ۱۸) خبرداری ورکړ چې د غزې په ګڼ میشتي رفح ښار باندې د اسرائیل د ځواکونو یرغل به "ډیر زیات تلفات" رامنځته کړي.

د بلجیم په بروکسل کې په دغه غونډه کې، د بلجیم د پراختیا وزیرې کارولین ګینیز په رفح باندې د اسرائیلو برید له "سرې کرښې" تیری وباله او ويې ویل چې په ځواب کې یې "بندیزونه... باید په میز وي."

رفح ته د اسرائیل د ټانکونو له استول کېدو څو ساعته وروسته، د بلجیم د کابینې دغې غړې وویل چې پر ښار برید "میلیونونه خلک د قحطۍ له ګواښ سره مخامخ کوي" او زیاته یې کړه چې "دا ډیره روښانه ده چې په غزه کې نور نړیوالو قوانینو ته درناوی نه کیږي."

ګینیز د اروپایي اتحادیې له خپلو سیالانو وغوښتل چې په متفقه توګه د یوې پریکړې په اړه موافقه وکړي چې "منځني ختیځ، اسرائیل او په جګړه کې ښکیلو هیوادونو ته د وسلو صادرات ودروي."

د جرمني د پراختیا وزیر، یوچن فلاسبارت په غزه کې وضعیت "ویرونکی" وباله چې په خبره یې، "دا وضعیت په ډراماتیکه توګه د لا خرابیدو په حال کې دی."

خو هغه وویل چې د سه شنبې په خبرو کې به د احتمالي بندیزونو په اړه بحث ونشي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل، چې ددې اتحادیې د بهرنیو او پراختیایي چارو د وزیرانو د غونډې مشري یې کوله، خبرداری ورکړ چې د رفح د اوسېدونکو د پاره "چې ۶۰۰ زره یې ماشومان دي، په غزه کې هیڅ خوندي سیمه نشته."

هغه ټینګار وکړ چې اروپایي اتحادیې او امریکا ټولو د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو څخه غوښتي دي چې په رفح باندې د ګواښونکي برید مخه ونیسی.

ډیر ملکي تلفات

بوریل وویل: "د دې اخطارونو او دې غوښتنې سره سره، پرون [دوشنبه] شپه برید پیل شو... زه وېره لرم چې دا به بیا د ډیرو ملکي تلفاتو لامل شي."

بوریل او د غونډې ګډون کوونکو یو شمیر وزیرانو د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې ملاتړ څرګند کړ.

د اپریل په میاشت کې، د دغې ادارې په وړاندې د ملګرو ملتونو له څېړنو وروسته، د اسرائیل دا تورونه ندي ثابت شوي چې د ادارې یو شمیر کارکوونکو په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د اکتوبر د اوومې په برید کې برخه اخیستې وه.

د اروپايي اتحادیې ۲۷ غړو هیوادونو همدارنګه په غزه کې د ناورین له شرایطو سره مخامخ خلکو سره د بشردوستانه مرستو د زیاتولو په اړه بیان خپور کړی دی.

په دغه بیان کې پرته له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي، "د اغیزمنو خلکو د ساتنې د تقویې او د محافظتي فعالینو په وړاندې د خنډونو کمولو کې د مرستې غږ شوی."

په بیان کې اندېښنه څرګنده شوې چې د حفاظتي اقداماتو لپاره موجود "تمویل په بشري بحرانونو کې د اغیزمنو شويو خلکو له اړتیاو سره سمون نه لري."

په غزه کې جګړه پر اسرائیل باندې د حماس د اورپکو د اکتوبر د اوومې له بې ساري برید وروسته پیل شوه، چې د اسرائیل د رسمي شمیرو له مخې، ۱۱۷۰ زیاتره ملکي خلک پکې ووژل شول.

د حماس د روغتیا د وزارت په وینا، په غزه کې د اسرائیل په ځوابي عملیاتو کې تراوسه ۳۴۷۸۹ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG