د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپا د فوټبال سیالیو منځلوبه په پنجشنبه پیلیږي


په لومړي کوارټر فاینل کې د رونالډو په کپټانۍ کې پرتګال له پولنډ سره لوبه کوي

په لومړي کوارټر فاینل کې د رونالډو په کپټانۍ کې پرتګال له پولنډ سره لوبه کوي

د اروپا د ۲۰۱۶ کال د فوټبال سیالیو لومړنی کوارټر فاینل یا منځلوبه د را روانې پنجشنبې په ورځ د جون په ۳۰مه د پولنډ او پرتګال ترمنځ ده. پولنډ په ګروپي لوبو کې دوه ګټلې او یوه یې د دغو سیالیو له قوي لوبډلې جرمني سره مساوي کړې ده.

خو پرتګال په ګروپي لوبو کې خپلې درې واړه لوبې مساوې کړي دي. پرتګال نړیوال ستوری کریسټینا رونالډو لري، مګر پولنډ د دغو سیالیو یوه ځوانه او یرغل کوونکې لوبډله بلل کیږي. که هر څه وي یوه به یې نیمه پایلوبې ته وځي.

دویم کوارټر فاینل بیا د جمعې په ورځ د ویلز او بلجیم ترمنځ ده. دغو دواړو لوبډلو په ګروپي لوبو کې دوه دوه ګټلې او یوه یوه یې بایللې ده. په روانو سیالیو کې بلجیم تر ویلز نسبتآ ښه لوبه کړې ده.

د اروپا په روانو سیالیو کې ۲۴ ټیمونو برخه لرله

د اروپا په روانو سیالیو کې ۲۴ ټیمونو برخه لرله

د شنبې په ورځ جرمني له ایټالیا سره په درېیم ګوارټر فاینل کې مخامخیږي، شاید دا د منځلوبو تر ټولو په زړه پورې لوبه وه. جرمني نړیوال اتل او ايټالیا کلاسیکه او په اسانۍ سره نه تسلیمېدونکې لوبډله ده. جرمني خپلې دوه ګروپي لوبې ګټلې او یوه یې مساوې کړې ده، خو ايټالیا په دریو لوبو کې یوه بایللې ده.

د جولاۍ درېیمه د یکشنبې په ورځ به وروستۍ منځلوبه د فرانسې او ایسلنډ ترمنځ وي. فرانسه د همدغو سیالیو اوسنۍ او تر ۲۰۱۴ کال مخکې نړیواله اتله وه. خو ایسلنډ په لومړي ځل په داسې یوې سترې سیالۍ کې برخه اخلي.

فرانسې په دریو ګروپي لوبو کې یوه مساوي کړې او دوه یې ګټلې، خو ایسلنډ بیا یوازې یوه لوبه ګټلې او دوه یې مساوي کړي دي.

جرمني د دغو سیالیو د اتلولۍ ګټلو مدعي لوبډله ده

جرمني د دغو سیالیو د اتلولۍ ګټلو مدعي لوبډله ده

ایسلنډ ۳۳۰۰۰۰ نفوس لري، خو د اروپا د ۲۰۱۶ کال د ناک اوټ په پړاو کې یې انګلنډ ته ۲-۱ تاریخي او نه هېرېدونکې ماتې ورکړه.

که څه هم تر ډېره د فوټبال پر لوبې وړاندوینه سخته وي، خو د دغې لوبې شننونکي په دې باور دي چې جرمني، فرانسه، بلجیم او پرتګال/پولنډ به د اروپا د فوټبال د ۲۰۱۶ کال د روانو سیلایو پایلوبې یا سیمې فاینل ته ووځي.

د اروپا د فوټبال سیالۍ له ۱۹۶۰ کال راوروسته په هرو څلورو کلونو کې یو وارې کیږي، چې جرمني او هسپانیې درې درې وارې او فرانسې یو ځل د دغو سیالیو اتلولي ګټلې ده. په سږنیو سیالیو کې د اروپا ۲۴ لوبډلو برخه لرله.

دغه سیالۍ په فرانسه کې کیږي. د انګلېنډ یوې مینوالې د انګلستان د ملکې څېره اغوستې ده

دغه سیالۍ په فرانسه کې کیږي. د انګلېنډ یوې مینوالې د انګلستان د ملکې څېره اغوستې ده

سیمې فاینل د جولاۍ په شپږمه او پایلوبه یې د همدغې میاشتې په لسمه ده، او دا سیالۍ د جون په لسمه پیل شوي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

XS
SM
MD
LG