د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني ته ورغلیو مهاجرو کې لسگونو مشکوک ترهگر شته


تیر کال اروپا ته څه دپاسه یو عشاریه یو میلیون مهاجر تللي چې اکثر یې د عراق، سورې او افغانستان دي.
تیر کال اروپا ته څه دپاسه یو عشاریه یو میلیون مهاجر تللي چې اکثر یې د عراق، سورې او افغانستان دي.

د جرمني جنایي پولیس وایي ۴٠ دوسیې څیړي چې گمان کیږي د داعش جنگیالي د مهاجرو په وروستي سیلاب کې د پناه غوښتونکو په بڼه له منځني ختیځ څخه دغه هیواد ته تللي دي.

د جنایي پولیسو یوې ویاندې ویلي چې تیر کال د پناه غوښتونکو د سیلاب سره جوخت د افراطیانو د راننوتلو په هکله ٣٦٩ خبرداري ورکړل شوي دي چې د هغې جملې څخه ۴٠ دوسیې باید جدي وپلټل شي.

د جنورۍ د میاشتې راهیسې ددې ډول پیښو شمیره دوچنده شوې چې په جرمني کې یې د خطر د رامنځ ته کیدو اندیښنې په داسې حال کې زیاتې کړي چې دا هیواد د خپلو گاونډیو فرانسې او بلجیم په شان د پراخ ترهگریز برید سره لا نه دی مخامخ شوی.

دمخه جرمني اروپا ته د مهاجروینو سره د اسلامي دولت د ډلې د جنگیالیو د ننوتلو په اړه په دې خاطر ډیر څه نه ویل چې خلک د مهاجرو د گڼې گونې په اړه اندیښمن نه شي. تیر کال یو عشاریه یو میلیون پناه غوښتونکي اروپا ته تللي دي.

خو د جرمني د داخلي استخباراتو د ادارې رئیس هانس گیورگ ماسن، تیره اونۍ یو کنفرانس ته وویل که څه هم چې داعش اروپا ته د خپلو جنگیالیو د استولو لپاره زیاتې موثرې لارې لري، خو داسې ښکاري چې دې ډلې د بالکان او یونان له لارې یو شمیر کسان په دې خاطر استولي چې د مهاجرو په اړه ویره پیدا شي.

د پاریس بریدونه

په تیر مني کې جرمني ته د داخلیدونکو مهاجرو ورځنۍ شمیره له لسو زرو اوښتې وه، خو د یونان او مقدونیا ترمنځ د پولې له تړولو او د ترکیې او اروپایي ټولنې ترمنځ د یوې معاملې وروسته دغه شمیره په وروستیو میاشتو کې خورا راټیټه شوی ده.

د پاریس د بریدونو د عاملینو له دلې څخه چې ١٣٠ تنه یې ووژل دوه تنه یې د بالکان له لارې اروپا ته ننوتي وو او همداشان دوه تنه نور چې د پولیسو په باور په دې بریدونو کې یې گډون کاوه د دسمبر په میاشت کې په زالزبورگ کې د مهاجرو په یو مرکز کې ونیول شول.

همداشان داسې نښې نښانې شته چې د پاریس د بریدونو یواځنی ژوندی پاتې تورن صالح عبدالاسلام، درې تنه ناپیژندل شوی جنگیالي په خپل موټر کې سپاره کړي وو چې په تیر اکتوبر کې اروپا ته د راغلیو مهاجرینو سره د جرمني د اولم ښار تللي وو.

په تیرې فبرورۍ کې جرمني مقاماتو یو ٣٥ کلن الجزایری او یو ٣٢ کلن سوري مهاجر د ترهگرو ډلو سره د اړیکو په تړاو ونیول.

د نویو مهاجرو د شمیر کموالي د جرمني پر صدراعظمې انگلا مرکل باندې فشار راکم کړی دی. هغه تیر کال په دې شعار سره چې "مونږ یې کولای شو" د سلگونو زرو مهاجرو د منلو په وجه د سختو انتقادونو سره مخامخ شوی وه.

XS
SM
MD
LG