د لاس رسي وړ اتصالات

په اروپايي ملکونو کې هم سیلابونه راوتلي دي


په پولنډ، المان او دچک په جمهورېت کی د ېو لړ سختو بارانونو نه وروسته پرون سېلابونه راووتل چه او تراوسه پوری ېې اوه کسان وژلی دي.

دسېمی مامورانو ووېل چه په سېلابونو کی ډېر پلونه وران شوی دي او اوبو وړی دي. ډیر کلی یې ېو د بل نه جدا کړی دي او هم ېی دبرېښنا نظام خراب کړی دی.

په زرهاو خلکو په پولنډ، المان او د چک په جمهورېت کی دخپلو کورونو نه ایستل شوي دي.

عسکر او د ژغورنی پرسونل کوښښ کوی چې د سیلاب زبلو سیمو نه خلک راوباسی د بارانونو سره سخت باد او توپان هم ملگری و.

بارانونه د جمعې په ورځ شروع شول او د موسم د اټکل اداره وايي شاید چې د یکشنبې پورې سخت اورښت دوام ومومي.

XS
SM
MD
LG