د لاس رسي وړ اتصالات

اته زره کډوال جرمني ته ورسېدل


"مننه جرمني!" د اورگاډي په ستیشن کې کډوال د جرمنیانو لخوا د تاوده ښه راغلاست مننه کوي
"مننه جرمني!" د اورگاډي په ستیشن کې کډوال د جرمنیانو لخوا د تاوده ښه راغلاست مننه کوي

هغه کډوال چې اروپا ته رسېدلي دي، اکثریت یې غواړي چې جرمني ته ولاړ شي. جرمني د اروپا تر ټول بډایه هیواد دی او ویلي دي چې سږ کال ٨٠٠ زره کډوالو ته پناه ورکوي.

په هنگري کې د څو ورځو تر انتظار وروسته، زرگونه کډوال د شنبې په ورځ د جرمني او اتریش پر لور وخوځیدل.

ځینې په بسونو کې، ځینې پر پښو او ډیر شمېر یې په ځانگړو اورگاډو کې جرمني ته ورسیدل.

نن د یکشنبې په ورځ هم کډوال د صربستان نه هنگري او له هغه ځایه د جرمني په لور روان دي.

د کډوالو بهیر

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مشرې فیدیریکا موگاریني ویلی دي چې اروپا ته د کډوالو ورتگ د یوې ورځې خبره نه ده.

هغې د اروپایې ټولنې د وزیرانو په غونډه کې وویل چې ددې دوامداره موضوع په اړه ټولنه باید یوه جامع او مؤثره تگلاره ولري.

د اروپایي ټولنې مشرې وویل "دا اضطراري حالت نه دی، خو بیړنی حالت دی او موږ باید ژر تر ژره پریکړه وکړو. دا داسي کار نه دی چې په یوه ورځ کې پیل شي او په هماغه ورځ خلاص شي. څومره ژر چې یې موږ په رواني او سیاسي توگه ومنو، هغومره ژر به موږ وکولی شو چې موثرې لارې چارې ورته ولټوو.

مذهبي روحیه

د کاتولیک عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسس د اروپا له کلیساگانو وغوښتل چې هر څوک باید یوې کډوالې کورنۍ ته په خپل کور کې ځای ورکړي.

پاپ فرانسس وویل چې لومړی به خپلې کلیسا نه پیل وکړي او د دوی په کلیسا کې دوه عبادت کوونکی به یوې یوې کورنۍ ته ځای ورکړي.

پاپ د یکشنبې په ورځ په خپلې خطبې کې وویل "هر یو عبادت کوونکی، هره یوه مذهبي ټولنه، هره یوه مدرسه، د اروپا هر یو پناه ځای، یوې یوې مهاجرې کورنۍ ته ځای ورکړی."

په واتیکان کې د پاپ د خطبې اوریدلو ته راټولو شویو کسانو د هغه د وینا تود هرکلی وکړ، پاپ پخپله هم د یو کډوال لمسی دی، نیکه یې له ایتالیا تڅخه ارجنتاین ته کډوال شوی و.

په اروپا کې د کاتولیک مذهب زرگونه حوزې دي چې هره حوضه عموماً خپله خپله کلیسا لري. یوازي په ایتالیا کې ٢٥ زره حوضې دي یعني همدومره شمیر کلیساگانې دي او جرمني ١٢ زره کاتولیک مذهبه کلیساگانې لري.

د خطر زنگ

د اتریش د بهرنیو چارو وزیر سباشین کرز وایي چې د کډوالو غمیزه د اروپا د پاره د راوېښیدلو زنگ دی چې د دویمې نړیوالې جگړې نه وروسته ددغې لویې وچې په تر ټولو ستر کړکیچ بدلیدلی شي.

اروپا ته تلونکې کډوال په خپلو خپلو هیوادونو لکه سوریه، افغانستان، عراق، اریتیریا او سومالیا کې کې د جگړو او بې وزلۍ له امله تېښتي ته اړ شوي دي.

لویدیځې اروپا ته ددغو کډوالو چې اکثریت یې مسلمانان دي، د ورننوتلو د مخنیوي د پاره، هنگري د صربستان سره خپله ١٧۴ کیلومتره پوله پر اغزنو سیمانو بنده کړې ده، خو د کډوالو بهیر لا همداسې روان دی.

د هنگري صدراعظم ویکتور اوربن وایي هغه ددې مکلفیت احساس کوي چې باید په اروپا کې د عیسوي مذهب تاریخي هویت وژغوري.

صدراعظم د شنبې په ورځ وویل "د کډوالو بهیر نه ختمیدونکی دی او هر څوڅوک پریښودل شي، اروپا به تباه شي."

XS
SM
MD
LG