د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایان: داعش تر ټولو ستر گواښ دی


پولیس په پاریس کې د یوه جومات امنیت نیولی دی
پولیس په پاریس کې د یوه جومات امنیت نیولی دی

اروپایان فکر کوي چې نن سبا د هغوی لپاره تر ټولو ستر گواښ دی. د پیو په څیړنیز رپوټ کې راغلي دي چې د اروپایانو په اند دوهم ستر گواښ د اقلیم بدلون یعني د هوا د تودوخې زیاتوالی دی او دریمه موضوع په دغو هېوادونو کې د سوري او عراقي کډوالو زیاتوالی دی.

په سروې کې په ډاگه شوي ده چې یوازي ١٧ سلنه فکر کوي چې راعش جدي خطر نه دی او ٣ سلنه خلک یې بالکل گواښ نه گڼي.

د ترهگرۍ په اړه د اروپایانو د اندیښنې د زیاتوالي عمده دلیل په پاریس او بروکسل کې ترسره شوي ترهگريز بریدونه چې له همدې امله ت راوهس پورې په اروپایي اتحادیه کې د امنیتي ترتیباتو کچه لوړه ده.

په څیړنه کې ویل شوي دي چې د ترهگرۍ په اړه د خلکو اندېښنه ډیره شوي ده خو اکثریت خلک د پوځي بوجې د زیاتولو پلوي نه کوي او په دې اند دي چې د ترهگرۍ سره له نظامي لارې د مبارزې له امله د دوی په وړاندې د خلکو کرکه زیاتیدلی شي چې پایله به یې د جگړو زیاتېدل وي.

پاریس مارچ ٣٠، د داعش په بریدونو کې د ١٣٠ کسانو تر وژل کیدو وروسته امنیتي ځواکونه تیار سۍ ولاړ دي.
پاریس مارچ ٣٠، د داعش په بریدونو کې د ١٣٠ کسانو تر وژل کیدو وروسته امنیتي ځواکونه تیار سۍ ولاړ دي.

په بروکسل کې د مارچ په میاشت کې د اسلامي دولت د پلویانو په بمي بریدونو کې ٣٢ کسان وژل شوي وو. همدا ډول د تېر کال په نومبر میاشت کې داعشیانو په پاریس کې ١٣٠ کسان ووژل.

د روسیې سره د اروپایي اتحادیې د اړیکو د څرنگوالي پر موضوع اروپایان سم نیمه په نیمه ویشلي دي.

د اروپایي اتحادیې د راتلونکې مسیر په اړه اکثریت اروپایان غواړي چې د بریتانیې په څېر د اتحادیې څخه وتلو په اړه د هېواد په پل گام کیږدي، یعني ریفرنډم (ټوپلپوښتنه) وکړي، او یا لږ تر لږ د اتحادیې غړو ته ډېر انفرادي واک ورکړل شي.

د پیو د څیړنیز مرکز لخوا په ترسره شوي سروې کې ویل شوي دي چې ٧۴ سلنه اروپایان فکر کوي چې اروپایي اتحادیه باید په نړیوالو چارو ډیر اغیزمن رول ولوبوي.

حتی بریتانویان چې پخپله په راتلونکې اونۍ کې په اتحادیه کې د پاته کیدو او یا اتحادیې څخه د وتلو په اړه ټولپوښتنه کوي، هغوی هم ٥٥ سلنه په دې نظر دي چې اروپا باید فعال نقش ولوبوي.

XS
SM
MD
LG