د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپا د پولو بندیدلو د کډوالو غوسه پارولی


په سربستان کې د هنگري د سرحد مخ ته کډوالو د ډوډۍ د نه خوړلو احتجاج کړی
په سربستان کې د هنگري د سرحد مخ ته کډوالو د ډوډۍ د نه خوړلو احتجاج کړی

هنگري د سربستان سره خپل پوله تړلی او په سربستان کې په زرگونو راټول شوي کډوالو ته اجازه نه ورکوي چې له پولې واوړي.

په سربستان کې په سلگونه کډوال له هغو خنډونو نه د تیریدو هڅه کوي چې د هنگري پولیس د سې شنبې په ورځ د هغه هیواد او سربستان تر منځ سرحد کې د کډوالو د مخنوي لپاره ایښي دي.

په سربستان کې یو ډله کډوال او مهاجر د سې شنبې په ورځ هغه لویه لاره بند کړه چې هنگري د سربستان سره نښلوي. دغو کډوالو خبرداری ورکړی چې تر هغه مهال به خوراک اوځښاک ونکړي چې تر څو چې ورته هنگري ته د ننوتلو اجازه ورنکړي.

د هنگري پخوانی صدراعظم فیرینس گورچنسني، د سې شنبې په ورځ د سربستان سره پولې ته تللی او د کډوالو په وړاندې د هنگري د حکومت په تگلارې باندې نیوکه وکړه او سیمې کې راټول شوي په زرگونو کډوالو ته وویل چې خلکو ته باید اروپایي اتحادیې ته د ننوتلو اجازه وکړ شي.

ښاغلي گورچنسني وویل نپوهیږي چې د هنگري او سربستان حکومت د دغو کډوالو سره چې ورځ تر بلې زیاتیږي د رسیدگۍ لپاره په څه شي به موافقه وکړي او پایلې به یې څه وي.

"زه باور لرم چې د ژوند قوت او د ژوند نظم کله کله د قانون څخه ډیر قوی وي. خو مشکله ده او ځیني وخت حتی ناممکنه ده چې وړاندوینه وکړو چې د کډوالو غبرگون به څه وي. ایا هغوي به ارامه کیښني یا خپله حوصله به له لاسه ورکړي او په احتجاج به لاس پورې کړي."

مرگونی سفر

خو سره له دې چې د سربستان سرحدي ساتونکي وایي چې د هنگري سرحد نور د کډوالو په مخ پرانستی ندی بیا هم د کډوالو راتگ دوام لري.

د کډوالو په مخ به دوه رسمي لارې پرانستې وي خو سربستاني چارواکي یوازې هغو خلکو ته هنگري ته د تیریدو اجازه ورکوي چې په سربستان کې یې د پناه غوښتنه کړې وي. د سربستان چارواکي ویلي دي چې له هنگري نه بیرته ستانه شوي کډوال به و نه مني.

د کډوالو په مخ د اروپایي اتحادیی د سرحدونو د تړلو سره یو ډیر شمیر کډوال د اتریش په سالزبرگ اورگاډي تمځای کې پاتې دي. له سوریې نه راغلی عدنان العمر په ادلیب کې د محاسب په توگه کار کاو چې پرون دوشنبې سالزبرگ اورگاډي تمځای ته ورسید. العمر وایي د کړاونو ډک سفر یې کړی او دا د هغه لپاره د مرگ سفر و.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک شتاین مایر د سې شنبې په ورځ د ناروې د بهرنیو چارو وزیر سره په یو خبري کنفرانس کې په اروپايي هیوادونو باندې د کډوالو د ویشلو په اړوند وویل؛

"پرون شپه د اروپايي هیوادونو د کورنیو چارو وزیرانو په سمې خوا باندې څو گامونه پورته کړي دي. خو نور ډیر څه په مخ کې لرو چې باید وشي، البته چې مونږ پوهیږو چې د دې تر څنگ زمونږ په وړاندې له کړکیچنو سیمو څخه د کډوالو د زیاتیدونکي شمیر دلیل هم پروت دی."

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هیواد یې د جرمني په پرتلې کوچنی دی نو ځکه نشي کولای د جرمني په اندازې باندې سوري کډوال ومني. د ناروې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هیواد یې کولای شي اته زره کډوال قبول کړي.

ناکامه پلان

د اروپایي اتحادیې د کورنیو چارو وزیران د دوشنبې په ورځ په هغه اتحادیې کې د ١٢٠ زره کډوال د ویشلو په پلان باندې موافقې کې ناکامه شول.

که څه هم اکثره وزیران د دې پلان ملاتړ و خو په دې پلان باندې انتقادونه د هنگري او سلواکیا په گډون د ختیځې اروپا هیوادونو څخه راتلل چې کډوال لویدیځې اروپا ته د رسیدو لپاره ورنه د لومړنې دروازې په توگه کاروي.

خو د اورپایي اتحادیې د کورنیو چارو وزیران په دې موافقه وکړه چې اوسمهال په یونان او ایتالیا کې میشت ۴٠ زره کډوال خوندي کړي.

هنگري پرون دوشنبې خپل هیواد ته د کډوالو د راتگ د مخنوي په موخه په عمده سرحدي لارو کې اغزن مزي وتړل او په لسگونه پولیس او عسکر یې د اورگاډي په تمځای کې گمارلي چیرې چې کډوال اروپایي اتحادیې ته د تگ لپاره پکې راټولیږي.

د اروپایي هیوادونو ترمنځ د دوو لسیزو راهیسي ازاد تگ راتگ، د دوشنبې په ورځ هغه مهال پای ته ورسید چې اروپایي هیوادونه د خپل سرحدي کنترول سیستم د کډوال د بیساري راتگ له امله بیرته له سره فعال کړ.

XS
SM
MD
LG