د لاس رسي وړ اتصالات

تنکي کډوال او په اروپا کې د مخدراتو، جنسي زورونو ګواښونه


د فرانسې په شمال کې د کاله د مهاجرینو په کمپ کې پناه غوښتونکو په انگلیسي او پښتو ژبه لیکلي چې دا کمپ مه ورانوئ.
د فرانسې په شمال کې د کاله د مهاجرینو په کمپ کې پناه غوښتونکو په انگلیسي او پښتو ژبه لیکلي چې دا کمپ مه ورانوئ.

د اروپا په گوټ گوټ کې په زرگونو کم عمره مهاجر له کورنیو پرته د حکومت او خلکو له سترگو پناه ژوند کوي. د دوی شمیر پوره څرگند نه دی، خو د اروپا پولیس اټکل کوي چې لږ تر لږه لس زره ماشومان د کمپونو او د مهاجرو له مرکزونو تښتېدلي دي.

دغه بې سرپرسته تنکي ځوانان د اروپایي هیوادونو ترمنځ له ازاد ترانسپورتي سیستم نه په استفادې له یو ځایه بل ځای ته ځي.

د اسوشتیتید پرس اژانس د لسگونو تنو سره د مرکو پر بنسټ راپور ورکړی چې ځيني تنکي کډوال د مخدره توکو، جنسي زورونو، اجباري کارونو او ورته نورو کړاونو سره لاس او ګریوان کیږي.

د ایټالیا په پلازمینه روم کې د اورگاډي د تمځاې بهر کم عمره مهاجر د ښوونځیو په بکسونو کې مخدره توکي خرڅوي او یا هم د نغدو پیسو په بدل کې جنسي بد کارۍ کوي. د سویډن په پلازمینه کې بیا له خوراکي مغازو نه خواړه غلا کوي او د سړک په غاړه ویدیږي. د فرانسې د شمالي ساحل څخه د شپې روانو لاریو ته خیژي چې برتانیا ته ولاړ شي.

افغان ١٣ کلن مهاجر عمران لږ تر لږه له لسو هیوادونو نه تیر شوی چې تر ډیره حده یې پیاده مزل کړی، او اوس غواړي چې د فرانسې د شمالي بندر کاله څخه برتانیا ته لاړ شي. هغه چې خیراتي پاک کالي یې اغوستي په پوره ادب خبریال ته په داسې حال کې خپله کیسه کوي چې د ژوند سختۍ یې په مخ کې ښکاري. هغه غواړي چې طب ولولي.

دی وايي کله چې نهه یا اته کلن و، طالبانو یې پلار وواژه او ده ته یې هم د مرگ گواښونه وکړل. مور یې خپل کور خرڅ کړ او پیسې قاچاقبرانو ته ورکړې چې عمران د خپل اکا/تره سره برتانیا ته لاړ شي.

عمران هره شپه هڅه کوي چې پټ کومې لارې ته وخیژي او برتانیا ته ځان ورسوي، خو دا کار خورا خطرناک دی. په تیرې جنورۍ کې یو ١٥ کلن افغان په همدې خطرناک سفر کې مړ شو او یو اوه کلن په داسې حال کې په یوې قلف شوې لارې کې برتانیا ته ورسید چې ساه یې وتلې وه. د فرانسې په دغه شمالي بندر کاله کې زیات شمیر مهاجر لیدل کیږي چې د تیښتې پر وخت ټپیان شوي دي.

فراري ماشومان

د اروپایي هیوادنو په وینا په ٢٠١٥ کال کې نژدې ٩٠٠٠٠ پناه غوښتونکي له ١٨ کالو کم عمره بې سرپرسته ماشومان وو چې دا شمیره د دریو مخکنیو کلونو په پرتله نهه چنده ده.

د اروپا د بې درکه ماشومانو د غیر دولتي ټولنې په وینا د کم عمره مهاجرو نیمایي شمیر د پناه غوښتنې مرکزونو ته د رسیدو په لومړیو دوو ورځو کې تښتي چې له خپلو کورنیو سره یوځای شي او یا هم بل کوم ځای کې پناه وغواړي.

د اروپایي ټولنې چارواکي وایي دوی داسې پروژې تر لاس لاندې نیولې چې د صغیرانو قبولي بهتره شي، ورسره روغتیایي مرستې وشي او د خپل خپلوانو سره د هغوی یوځای کیدل گړندي شي. جرمني کم عمره ماشومانو ته د میاشتې له ٣٩ څخه تر ٧٩ ډالرو پورې ورکول کیږي چې د مهاجرو په مرکزونو کې واوسیږي.

د کم عمره مهاجرو پر وړاندې خطرونه

هغه ستر خطر چې کم عمره مهاجرو ته متوجه دی هغه په جنایاتو کې د هغوی ښکیلتیا ده چې کیدای شي د قاچاقبرو په دام کې ولویږي او یا هم په غیرقانوني توگه په کار بوخت شي.

حبیب نومی مصری مهاجر چې اوس ١٨ کلن دی صغیر و چې ایټالیا ته ولاړ. هغه اعتراف کوي چې مخدره مواد خرڅوي. هغه وایي کلکه نا کله کم عمره کسان د پیسو په مقابل کې جنسي بدکاریو ته هم مخه کوي. ایټالوي پولیس وایي د کم عمره مهاجرو څخه د مخدره توکو په قاچاق کې ځکه گټه اخیستل کیږي چې د هغوی د نیونې چانس او د سزا کچه ټیټه ده.

هغو ١١ تنو مصري ماشومانو چې اسوشتیتدپرس ورسره مرکې کړي ویلي چې دوی مجبور دي چې شاو خوا ٣٠٠٠ یورو بیرته خپلو کورنیو ته ولیږي چې اروپا ته د تگ لپاره د هغوی کورنیو قاچاقبرو ته ورکړې دي.

دا په داسې حال کې دي چې د ایټالیا د ماشومانو د ساتنې خیریه ټولنه وایي ماشومان په ١٢ ساعتو کې په موټر منځلو یواځې دوه یا درې یورو ترلاسه کوي.

په ځنگله کې ژوند:

د برتانیا د مهاجرو اړوند یوه خیریه ټولنه وایي د روان کال په لومړیو کې څه دپاسه ٣٢٥ بې سرپرسته مهاجر ماشومان په فراسنه کې په کاله کمپ چې د ځنگله په نامه یادیږي اوسیدل، دا د لویدیځې اورپا د مهاجرو تر ټولو ستر موقتي کمپ گڼل کیږي. ددې کمپ جنوبي نیمایي برخه د مارچ په میاشت کې ونړول شوه او اوسیدونکي یې شمالي اړخ کډه شول. په دې جریان کې ١٢٩ تنه بې سرپرسته ماشومان بې درکه شول.

د اپریل په میاشت کې د فرانسې د بشري حقونو د یوې مدافع ټولنې یو مسؤل وویل چې د کاله په کمپ کې د بې سرپرسته ماشومانو حالت خورا خطرناک دی. د هغه په وینا فرانسوي مقامات د هغوی د شمیر په معلومولو کې پاتې راغلي، ځکه د هغوی شتون موقتي دی او هره ورځ بدلیږي.

د فراسنې د مهاجرو انجمن وایي په ٢٠١٥ کې د فرانسې په شمال کې د مهاجرو په مرکز ١۴٠٠ بې سرپرسته ماشومان ثبت شوي وو چې یواځې ٩٠ تنه یې دلته پاته شوي دي او زیاتو یې روحي تکلیف پیدا کړی دی.

١٥ کلن افغان مهاجر شازیب کله چې خبرې کوي ځان لېرې نیسي او ناڅاپه یې خبرې شلیږي. هغه وایي مشر ورور یې مجبور شوی و چې د طالبانو سره یوځای شي خو بیا په ١٥ یا ١٦ کلنۍ کې ووژل شو. نو پلار یې ځمکه خرڅه کړه او قاچاقبر ته یې پیسې ورکړې چې دی اروپا ته واستوي.

هغه د پنځو میاشتو راهیسې د فرانسې په کاله کمپ کې ژوند کوي. هره شپه هڅه کوي چې په یوه لارې کې برتانیا ته لاړ شي او د ورځې بیا خوب کوي "سخته شیبې هغه وخت دي چې هره شپه مونږ هڅه کوو له پولې واوړوو. په ځنگل کې اوسیدل ډیر مشکل دي، خو کله چې د شپې هلته ځم خو اوړیدای نشم بیا سخت زوریږم."

شازیب د څو میاشتو راهیسې د پلار او مور سره اړیکه نه ده نیولی، هغوی فکر کوي چې ځوی به خوشاله وي. خو شازیب خپلې کورنۍ ته رښتیا نه وایي.

په دې ترڅ کې د ملگرو ملتونو د مهاجرو کمشنري د مهاجرینو د نړیوال کړکیچ د حل کولو لپاره د پیسو له کموالي سره مخامخ ده او د خصوصي سکتور څخه یې غوښتي چې په نړۍ کې د شاوخوا دوه میلیونو مهاجرو سره مرسته وکړي.

ملگرو ملتونو ویلي دي چې د مهاجرینو د ځای پر ځای کولو لپاره په روان کال کې ۷۲۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لري. خو دغه اداره یواځې ۵۸ میلیون ډالره لري. دې ادارې ویلي دي چې همدا اوس په ټوله نړۍ کې ۶۰ میلیونه کسان په زور بې ځایه شوي دي چې دا شمیره د دوهمې نړیوالې جگړې راوروسته تر ټولو لوړه ده.

XS
SM
MD
LG