د لاس رسي وړ اتصالات

په اروپا کې ډیرې سختې واورې ورېدلي


په اروپا کې ډیرې سختې واورې ورېدلي

په اروپا کې ډیرې سختې واورې ورېدلي

په اروپا کی نن د سختی واورې د اوریدو له کبله اروپایي پروازونه، د اورگاډو پټلۍ او سړکونه بند وو.

دا ستونزی په داسی حال کې پیښی شوي دي چی د کرسمس یا د عیسویانو د اختر د رخصتیو په ورځو، کې په زرگونو خلک غواړي سفرونه وکړي.

تر ټولو مصروف هوایی ډگر پرون د سختې واورې له کبله د رنوې دواړې کرښې بندې کړي او نن یې دې هوایی ډگر ته راروان پروازونه و نه منل.

د لندن د گاتویک په بل مصروف هوایی ډگر کې هم پروازونه ځنډول شوي وو او همدا وضعه په امستردم، جرمنی او فرانسې کې هم په همدې ډول وه.

XS
SM
MD
LG