یوې جرمنۍ مجلې لیکلي دي چې د جاسوسۍ یوې امریکایي ادارې، د اروپایي اتحاد د دفترونو نه په پټه معلومات ټولول او د اروپایي اتحادیې د کمپیوتر مرکزي شبکو ته یی لاره پیدا کړې وه .
دا خبره د امریکا د جاسوسۍ د افشا شویو پرګرامونو په لړ کې څرګنده شویده.
د ډیر شپیګل مجلې د یکشبنې د ورځې رپوټ، د امریکا د ملي امنیت د ادارې د محرمو اسنادو په بنا دغه خبره کړیده. دغه محرم اسناد د ملي امنیت د ادارې پخواني قراردادي ایډوارډ نسوډن افشا کړیدي.
د ۲۰۱۰کال د سپتمبر د میاشتې اسناد ښیي چې څنګه د ملي امنیت ادارې په واشگنتن او برسلز کې د اروپایي اتحادیې په دفترونو کې مایکروفونونه نصب کړی وو او څنګه یې د اروپایي اتحادیې د کمپیوټر شبکې، ایمېل او اسنادو ته لاره پیدا کړې وه.
د اروپایي اتحاد مشر ، مارتین شولز یو بیان خپور کړی او په دې هکله یی د امریکايي چارواکو څخه پوره وضاحت غوښتی دی. ښاغلي شولز ویلي دي چې که چیري دا خبرونه صحیح وي، نو دا به د امریکا او اروپایي اتحادیی په اړیکو باندې ډیره بده اغیزه وکړي.