د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپايي ټولنې د شورا رئیس دونالد ټوسک د اروپايي اتحادیې د غړو هیوادونو نه غواړي چې د کډوالو د ناورین په هواري کې همکاري وکړي.

د اروپایي ټولنې شورا خبرداری ورکوي چې په دې برخې کې نه همکاري د اروپایي اتحادیې د غړو هیوادونو ترمنځ باور له منځه وړي.

ښاغلي ټوسک د پنجشنبې په ورځ د یونان د صدراعظم الیکسیس سیپراس سره له ملاقات نه وروسته غیر قانوني کډوالو ته په کلکه وویل چې اروپا ته دې نه راځي.

ټوسک هغو کډوالو ته هم چې په اقتصادي دلایلو اروپا ته ځي خبرداری ورکړ چې دا د خطرونو ډک سفر به یې بې ګټې وي:

"زه دلته له اتنه پر ټولو اقتصادي کډوالو - د هرځای چې دي او غواړي له غیر قانوني لارو اروپا ته ولاړ شي غږ کوم چې دا کار مه کوئ.پرقاچاقبرانو باور مه کوئ. خپل ژوند او پیسې په خطر کې مه اچوئ. دا کار هیڅ نتیجه نه لري. یونان او د اروپا بل هیڅ هیواد هم نور نو ترانزیت لاره نه ده. د شنګن د تړون اصول یوځل بیا عملاً نافذیږي."

ښاغلي ټوسک هغو خلکو ته چې غواړي د غیرقانوني لارو څخه اروپا ته راشي وویل چې پر قاچاقبرانو باندې دې اعتبار نکوي او نه دې خپل ځان د مرگ په خطر کې اچوي.

ټوسک د اروپايي ټولنې پر غړو هېوادونو د خپلسرو اقداماتو په خاطر انتقاد وکړ او ویې ویل چې دا اقدامات به د اروپايي ټولنې د غړو ترمنځ اعتماد له مینځه یوسي.

پر کډوالو د اتریش وروستي محدودیتونه د دې باعث شول چې د بالکان د سیمې هیوادونو سلووینیا، کرویشیا او همداراز مقدونیې او سربیا چې د ټولنې غړي نه دي خپل سرحدونه د کډوالو پرمخ بند کړل.

XS
SM
MD
LG