د لاس رسي وړ اتصالات

سیاف د ولسمشر غني پر بهرنۍ تګلارې کلکه نیوکه وکړه


ښاغلي سیاف وویل د ملت له سلا مشورې پرته په بهرني سیاست کې د تګلارې بدلون راوستل لویه جفا ده.
ښاغلي سیاف وویل د ملت له سلا مشورې پرته په بهرني سیاست کې د تګلارې بدلون راوستل لویه جفا ده.

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د ملي یووالي حکومت وګواښه او وې ویل چې له ګاونډیانو سره د بهرني سیاست او پالیسۍ بدلون د ملت له مشورې پرته ناروا کار دی.

دغه جهادي مشر چې نن د دلوې په شپږویشتمه د لویې جرګې په خیمه کې د پخواني شوروي اتحاد د عساکرو د وتلو د ورځې په مناسبت جوړې غونډې ته ویناء کوله، وویل په بهرني سیاست کې د ستراتيژۍ تغییر او په تېره بیا له ګاونډیانو سره د سیاست بدلون د ملت او خلکو له سلا مشورې پرته جفاء ده او په ویناء یې داسې ملي مسائلو کې په پټه پرېکړې دیکتاتوري عمل دی.

عبدالرب رسول سیاف که څه هم په ښکاره پدې اړه څه ونه ویل خو په کنایه کې یې ددغو خبرو د ویلو په وخت وویل چې هر ډول داسې سیاست هغه کنج ته کېدل دي، چې نه بیا شاته تګ کیږي او نه هم مخکې.

عبدالرب رسول سیاف دا خبرې پداسې حال کې کوي، چې د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف تازه څرګندونې کړي او د ګارډین ورځپاڼې سره په خبرو کې یې ویلي دي، چې ولسمشر غني په سیمه کې د سولې وروستۍ هېله ده.

داعش

د مجاهدینو دغه پخواني رهبر چې لا هم په مجاهدینو کې مطرح دی، وايي په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش په وړاندې به په افغانستان کې دریږي او مجاهدین به د داعش مخه نیسي.

عبدالرب رسول سیاف وویل ‪"‬داعش کومه معجزه نده، د ملا محمد عمر وخت تېر شوی، ملا عمر اوس له وخت تېر درمل دي، ډاکټر نسخه بدله کړې ده، خو مونږ د داعش مخه نیسو.‪"‬

سیاف وویل که داعش د کابل دروازو ته را ورسیږي، نو بیا به د مجاهدینو دروازې وټکول شي.

دغه جهادي مشر له سیاست د مجاهدینو ویستل ناسم کار وګاڼه، وې ویل چې ژر به مجاهدین د یوه چتر لاندې راغونډ شي او دریځونه به یې د یوه ادرس نه بیانیږي.

که څه هم دغه جهادي مشر پدې اړه ونه ویل چې ایا مجاهدین د اپوزیسیون په تشکیل اخته دي او کنه.

د دلوې شپږویشتمه له افغانستان نه د پخواني شوروي اتحاد د عساکرو د وتلو ورځ ده، پوره شپږویشت کاله وړاندې د پخواني شوروي اتحاد لښکرې له افغانستان ووتې او ماتې یې وخوړه.

که څه هم د دلوې له شپږویشتمې پخوا نمانځنه نه کېده، خو نن جهاد اکثریت مشران او رهبران د لویې جرګې په خیمه کې را غونډ شوي وو او ددې ورځې نمانځنه یې کوله.

د ملي دفاع پخواني وزیر جنرال بسم الله خان محمدي وویل د افغانستان په ناخوالو کې د ګاونډي پاکستان لاس دی او ښکاره ثبوت د جنرال پرویز مشرف وروستۍ څرګندونې دي.

پدغه غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم خبرې وکړې او د مجاهدینو د مبارزو یاده یې وکړه.

په کال ۱۳۵۸ لمریز کې د جدي په شپږمه پخواني شوروي اتحاد په افغانستان وسله واله حمله وکړه، د مجاهدین له مبارزو وروسته له څه باندې نهو کلونو پرلپسې جګړو د شوروي اتحاد لښکرو په افغانستان کې ماتې وخوړه او له افغانستان ووتل.

XS
SM
MD
LG