د لاس رسي وړ اتصالات

مولوي عبدالحکیم منیب :د سولې منځګړیتوب ته چمتو یو


د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند مشر مولوي عبدالحکیم منیب د خبرو پر حال کې
د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند مشر مولوي عبدالحکیم منیب د خبرو پر حال کې

د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند مشر مولوي عبدالحکیم منیب وايي، چې دوی ښه کولی شي، چې د افغان حکومت او د وسله والو مخالفینو په تېره بیا د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې او مذاکراتو په ترسره کولو کې د درېیم ګړي په حیث ونډه واخلي.

مولوي عبدالحکیم منیب وویل "حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان سولې ته رسېدا یوازینۍ هېله او ارمان ګڼي، په افغانستان کې د ښکېلو خواوو د توافق په صورت کې نه ستړې کېدونکې او مخلصه امادګۍ اعلانوي."

حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند د مجاهدینو د اوو ګونو رهبرانو نه د یوه د پخواني رهبر مولوي محمد نبي محمدي د ګوند د ځای ناستی دعوه کوی،او دغه نوی ګوند نېږدې شل ورځې مخکې په افغانستان کې په رسمي ډول خپل فعالیت پیل کړ.

خو د دغه ګوند سربیره د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان د پخواني جهادي ګوند یو شمیر نور مشران او قوماندنان هم خپل ځانونه د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان د ګوند لارویان بولي او په همدغه نوم په کابل کې سیاسي فعالیت کوي.

مولوي محمد نبي محمد دیارلس کاله وړاندې له دې دنیا سترګې پټې کړي دي، او د هغه له مرګ وروسته دې جهادي ګوند رهبري نه لرله، خو اوس دا ګوند په دوو ډلو ویشل شوی، یو یې د مولوي عبدالحکیم منیب په مشرۍ دی او بل یې د څو نورو پخوانيو غړو چې موسی هوتک او مولوي قلم الدین پکې شامل دي فعالیت کوي.

ددغه نوي ګوند مشر مولوي عبدالحکیم منیب دم ګړۍ د حج او اوقافو وزارت مرستیال دی او رسمي دنده لري.

د حرکت انقلاب اسلامي ګوند د طالبانو په دوره کې یو زیات شمېر غړي درلودل او ان د دغه ګوند ډیرو غړو په مهمو پوسټونو د طالبانو د واکمنۍ په موده کې له طالبانو سره کار کړی دی.

د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند نن پنجشنبه په طالبانو او افغان حکومت هم غږ وکړ، جګړه دې د روژې د میاشتې لپاره ودروي او اوربند ته دې حاضر شي.

مولوي عبدالحکیم منیب وویل "په جګړه کې د ټولو ښکېلو خواوو نه غواړو چې د روژې په مبارکه میاشت کې دې اوربند اعلان کړي، ترڅو خلک په روژه کې د غم په ټغر کېښننول شي."

دغه ګوند په رسمي ډول د روژې په همدې میاشت کې د سولې د رسمي پیلېدو غوښتنه هم وکړه وې ویل چې باید په رسمي ډول په روژه کې د سولې رسمي خبرې پیل شي او مخامخ دې مذاکرې وشي.

نن د روژې لومړۍ ده او د روژې په را رسېدو ګڼو مشرانو او سیاستوالو د سولې غږ پورته کړی دی.

XS
SM
MD
LG