د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په امنیه قومندانۍ کې چاودنه شوې ده


ارشیف
ارشیف

یو ځانمرګي برید کوونکي نن یکشنبې د سهار په ۹ بجو د کابل په امنیې قوماندانۍ کې خپل چاودیدونکو توکي وچول او د پولیسو یو لوړ پوړی چارواکی یې وواژه.

د کابل د امنیې قوماندان جنرال ظاهر ظاهر له چاودنې وروسته خبریالانو ته وویل چې چاودنه د امنیې قوماندانۍ په عمومي مدیریت کې چې په درېیم پوړ کې ده، شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په دې چاودنه کې د هغه د دفتر رئیس وژل شوی او شپږ پولیس ټپيان شوي دي.

ښاغلي ظاهر وویل د لومړنیو څیړنو له مخې دا چاودنه د یوه ځانمرګي برید کوونکي لخوا شوې ده چې غوښتل يې د امنیې قوماندان دفتر په نښه کړي.

د امنیې قوماندان زیاته کړه، د امنیتي کمرو په ثبت شویو ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې برید کوونکی ملکي دریشي په تن لري، یوه دوسیه یې په لاس کې ده او ښيي چې د کار په پلمه امنیې قوماندانۍ ته تللی دی او له پولیسو څخه پوښتنه کوي چې د امنیې قوماندان دفتر کوم دی.

د ښاغلي ظاهر پر وینا نورې ویډیوګانې هم ورسره شته او څیړنې روانې دي چې معلومه کړي ځانمرګی برید کوونکی څه ډول امنیې قوماندانۍ ته دننه شوی دی.

د امنیې قوماندان وویل "زه ډاډه یم چې د تلاشۍ له لارې نه دې راغلی ځکه چې کلکه تلاشي کیږي او ښايي د کوم موټر په واسطه راغلی وي ځکه چې په امنیه قوماندانۍ کې د نورو بنسټونو دفترونه هم شته او هره ورځ شاوخوا ۳۰ زره کسان دې قوماندانۍ ته تګ راتګ کوي".

جنرال ظاهر ظاهر زیاته کړه، د پولیسو لخوا څیړنې روانې دي چې امنیې قوماندانۍ ته د برید کوونکي د راتګ لار معلومه کړي.

هغه وویل تر اوسه د بریدګر هویت څرګند شوی نه دی.

وسله والو طالبانو ددغه برید مسؤلیت په غاړه اخېستی او ویلي یې دي، چې د دوی د یوه جنګیالي له خوا برید شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر بکتاش کنشکا امریکا غږ ته وویل، چې د کابل روغتونونو ته اووه ټپیان لېږدول شوي چې یو پکې ماشوم دی.

بل لورته د کابل ښار د شاه شهید په سیمه کې نن سهار یوه بله چاودنه هم شوې وه، چې مرګ ژوبله یې نه درلوده او چاودیدونکي مواد په یوه ګلدان کې ځای په ځای شوي وو.


XS
SM
MD
LG