د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت: د حقانې شبکې د ISI په مرستې د کابل برید کړی


چاودنه دومره زوروره وه چې نږدې د کابل ښار په اکثرو سیمو کې یې لوړ غږ اوریدل شوی دی.
چاودنه دومره زوروره وه چې نږدې د کابل ښار په اکثرو سیمو کې یې لوړ غږ اوریدل شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي د دوی پټ استخباراتي معلومات ښي چې د کابل برید په پاکستان کې پلان شوی و.

ملي امنیت په اعلامیې ویل شوي چې برید د حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آي په مرستې او همکارۍ کړی دی. د افغانستان ملي امنیت وايي چې د برید عاملین به پیدا او سزا به ورکړي.

د چهارشنبې په سهار شاوخوا ۸:۰۰ په کابل کې د جرمني سفارت ته نږدې یو موټر بمب چاودنې شاوخوا ۹۰ تنه ووژل او ۴۰۰ نور یې ژوبل کړل.

د کورنیو چارو وزارت وايي برید ځانمرګی و. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شاوخوا ۸۰ مړي او ۳۵۰ ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس وحید‌الله مجروح امریکا غږ اشنا ته وویل چې د ډېرو زخمیانو حالت ښه نه دی او شاید د وژلو شوی شمېر لوړ شي. د پیښې اکثره قربانیان ملکي وګړي دي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت مطبوعاتي دفتر په یو بیان کې ویلي، دغه برید هغه مهال وشو چې امنیتي ځواکونو له چاودیدونکو موادو ډک یو ټانکر ته اجازه ورنکړه ترڅو ((Green Zone یا له امنیتي پلوه تر ټولو خوندي سیمې ته دننه شي.

د بیان له مخې، برید له ((Green Zone څخه بهر شوی، چې له امله یې ګڼ شمیر ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د جرمني سفارت ویلي، چې په دغه برید کې د سفارت یو شمیر افغان کارکوونکي ټپیان شوي او یو ساتونکی وژل شوی دی.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې جرمني په الوتکه کې لسګونه افغانان کینولي وو چې کابل ته یې وشړي، خو له برید وروسته یې دا پرواز لغوه کړی دی او افغانان یې لږ تر لږه د اوس لپاره کابل ته نه دي انتقال کړي.

د افغانستان ولسمشر او اجرائيه رئيس دا برید په سختو ټکو غندلی دی.

په سیمه کې عیني شاهدانو امریکا غږ اشنا ته وویل چې د دغې چاودنې له امله د جرمني سفارت او د روشن مخابراتي شبکې د دفتر د دیوالونو یوه برخه هم نړیدلې ده.ویل کیږي چې په چاودنه کې ډیر ټپیان د روشن مخابراتي شرکت کارکوونکي دي.

پولیسو د چادونې ځای ته ټولې غځیدلې لارې تړلي دي. دغې چاودنې له امله د سر د زیان سربیره شاوخوا سیمو کې د ډيرو ودانیو ښیښې هم ماتې شوې دي.

دا چاودنه دومره زوروره وه چې نږدې د کابل ښار په اکثرو سیمو کې یې لوړ غږ اوریدل شوی دی. په امریکا کې د افغانستان سفیر چې دا مهال په کابل کې دی، د خپل ټویټر په پاڼه د دغې چادونې په اړه لیکلي چې په لومړي سر هغه دا ګمان کوه چې زلزله شوې ده.

تراوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. خو تل له داسې بریدونو وروسته یوه پوښتنه کیږي، چې بریدګر څنګه داسې مهمو سیمو ته ځانونه رسوي او یا رسول کیږي؟

XS
SM
MD
LG