د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په هند کې د  F-16 الوتکو په جوړولو غور کوي


هند په تېرې څه باندې یوې لسیزې کې شاوخوا ۲۰۰میلیارده ډالره د وسلو په اخیستلو لګولي دي
هند په تېرې څه باندې یوې لسیزې کې شاوخوا ۲۰۰میلیارده ډالره د وسلو په اخیستلو لګولي دي

د متحدو ایالتونو د دفاع شرکت، لوکهیډ مارتن، وايي د هند او امریکا حکومت د دغه شرکت پر هغه وړاندیز خبرې کوي چې د F-16 جټ الوتکې په هند کې جوړې شي.

د شرکت مشر راندال هوارډ د هند د بنګلور په ښار کې د هوايي وسایلو او تجهیزاتو په یوه نندارتون کې دا خبره وکړه.

ښاغلي هوارډ د هغې پوښتنې په ځواب کې دا څرګندونې وکړې چې ایا دا وړاندیز خو به د ولسمشر ټرمپ د هغو څرګنونو خلاف نه وي چې وايي امریکايي شرکتونه له هېواده دباندې پانګونې کوي او خلکو ته د کار زمینې برابروي.

دا مهال د امریکا لوکهیډ مارتین او د سویډن ساب ګرېپن د الوتکو جوړولو شرکتونه د هند لپاره د ۲۰۰ -۲۵۰ ترمنځ د F-16 الوتکو د جوړولو د قرارداد د ترلاسه کولو هلې ځلې کوي. نوی ډیلی غواړي چې د میلیاردونو ډالرو دغه قرارداد په همدې کال کې بشپړ کړي.

خو هند ټېنګار کوي هر هغه شرکت ته چې قرارداد ورکول کیږي، باید په هند کې دننه له سیمه ییزو کارګرو سره په ګډه کار وکړي چې د دغه هېواد د الوتکو جوړولو کورنی ظرفیت هم لوړ شي.

دا نوی قرارداد د صدراعظم نریندرا مودي د هغه کمپاین برخه ده چې وايي په "هند کې یې جوړ کړئ". د لوکهېډ مارتین شرکت تېرکال وړاندیز وکړ که قرارداد ورکړل شو په هند کې دننه به F-16 الوتکو جوړولو کارخانه هم جوړوي. د ولسمشر اوباما ادارې دا وړاندیز منلی و.

په اصل کې دې شرکت وړاندیز کړی چې هند به د هغو جنګي الوتکو د ماشین- انجن- جوړونکی او یو تولیدي هېواد کړي چې دا مهال په متحده ایالتونو کې جوړیږي خو امریکا په بهرنۍ نړۍ کې ورته بازار لټوي.

د مارتین شرکت وايي چې د ښاغلي ټرمپ نوې اداره به ښايي د دغه شرکت پر پروګرامونو تازه نظر واچوي او دا به یقیني کړي چې د شرکت هره معامله د متحده ایالتونو د لومړیتوبونو له تګلارې سره برابره ده.

د هند د دفاع وزیر منوهار پاریکار وویل چې په دې برخه کې هېڅ استثنا نشته او هره کمپني چې دا قرارداد اخلي په هند کې دننه به F-16 الوتکې جوړوي. هغه وویل دا د شرکت کار دی چې له خپل حکومت سره خپله خبره پاکه کړي خو "زما همدا شرط" دی.

هند د نړۍ یو ستر وسله پېرودنکی هېواد دی چې په تېرې څه باندې یوې لسیزې کې یې شاوخوا ۲۰۰میلیارده ډالره د وسلو په اخیستلو لګولي دي.

هند تر دې مخکې له روسیې څخه خپل پوځي تجهیزات پېرودل خو په دې وروستیو کلونو کې له امریکا څخه هم د هند د دفاعي وسایلو پېرودل زیات شوي دي.

هند غواړي چې خپل وسله وال پوځ په پرمختللیو وسایلو سنبال وساتي او همدغه کار د نړۍ د وسلو جوړو د ګڼو شرکتونو پام ځان ته جلب کړی دی.

XS
SM
MD
LG