د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ملي امنیت شورا: فیسبوک نه تړو


د افغانستان د ملي امنیت شورا د مدني ټولنو د فعالینو او ځوانانو نه غوښتي دي چې د ټولنیزو شبکو نه دي مسؤلانه او په سمه ګټه واخلي.

د ملي امنیت د شورا غړیو په یوه پیغام کې ویلي دي چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې د مطبوعاتي آزادي د ولس حق دی او افغان حکومت ددغې آزادۍ نه تل په بشپړه توګه ملاتړ کړیدی.

د ملي امنیت شورا په اعلامیې کې د ټولنیزو شبکو د استعمالوونکو نه غوښتي دي چې دغه شبکې دي د ملي پیوستون، د هیواد د قوانینو سره سم د خلکو تر منځ د ورورګلوۍ او د هیواد د ثبات او نیکمرغۍ لپاره وکاروي.

د ولسمشر حامد کرزي یوه ویاند، فایق واحدي امریکا غږ ته وویل چې د ټولنیزو شبکو د تړلو مسله د ملي امنیت د شوار په مجلس کې یاده شوه خو پریکړه پدې وشوه چې دا شبکې به نه تړل کیږي.

د ملي امنیت د شورا په اعلامیې کې د ځوانانو او د ټولنیزو شبکو د استعمالوونکو نه غوښتل شویدي چې دغه شبکې دي د قومي او ژبني نفاق او ستونزو د راپیدا کیدو په خاطر نه کاروي.

د فیسبوک د بندیدو مسله ځکه راپورته شوه چي د ځینو افغان چارواکو په نظر د انتخاباتو وروسته او د انتخاباتو پرمهال ځینو د فیسبوک څخه غلطه استفاده کوله او دغه کار اوس هم ادامه لري.

په عین حال کي د امریکا د سنا غړی ښاغلی کارل لیون چې کابل ته په یو سفر تللی او د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو سره ېې لیدلي دي،ویلي چې دی په دې ډاډه دی چې انتخاباتو د دویم پړاو په سر چې کوم جنجال را پیدا شویدی ، هغه ته به د حل یوه لاره وموندل شي.

خو د جمهوري ریاست د انتخاباتو یو کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي که چیرې د رایو په شمیر کې د پاکو رایو نه ناپاکې راېې بیلې نشي.نو دوي به د انتخاباتو نتیجې ونه مني.

په عین حال کي ډاکټر اشرف غني احمدزي بیا د انتخاباتو د ابتدايي او نهايي پایلو پر وخت اعلان باندي تاکید کړی دی او ویلي یې دي چي ابتدايي نتایج دي په صورت کي د دوشنبې په ورځ اعلان شي.

XS
SM
MD
LG