د لاس رسي وړ اتصالات


اوس تا سو کولی شئ د فیسبوک په مسینجر کې له خپلو ملګرو سره د پک من ګیم ووهئ.

فیسبوک د دغه ګیم آپشن د سه شنبې په ورځ په مسینجر کې زیات کړ. تاسو کولی شئ دغه ګیم ته د ګیم په کنترولونکي آیکن باندې په کلک کولو سره لاسرسی پیداکړئ.

د پک من، په څیر نور نوي ګیمونه هم اوس په مسینجر کې موجود دي. دا په نړۍ کې د ټولنیزو رسنیو د تر ټولې لویې شبکې یوه بله هڅه ده چې خلک په دغې شبکې کې د لانور وخت تیریولو ته وهڅوي.

مسینجر اوس یو میلیارد کاروونکي لري. د مسینجر اپلیکیشن به هغه ګیمونه تاسو ته سفارش کوي چې ستاسو ملګري یې وهي. د اوس لپاره تاسو پرته له خپلو ملګرو له بل چا سره ګیم نشی وهلی. په دې توګه که چیرې ستاسو ملګري ګیم نه وهي تاسو چانس نه لرئ.

دګیم دغه آپشن چې انستنت ګیمز نومیږي، به له ۱۷ ګیمونو سره په دیرشو هېوادونو کې پیل شي. د مسینجر ترڅنګ د فیسبوک کارونکي کولی شي په نیوز فیډ کې یوازې له خپل ځان سره ګیم ووهي.

فیسبوک د ګیمونو له علاوه کولو مخکې د خلکو د ګیم وهلو د علاقې د معلوملو لپاره د روان کال په سر کې د فوټبال او باکسټبال دوه ګیمونه په مسینجر کې زیات کړل چې د خلکو ترمنځ یې شهرت پیداکړ.

فیسبوک د ګیمونو اوږده سابقه لري. دغه شبکه څو کاله مخکې آن هغه وخت چې خلکو به له ډسکټاپ کمپیوټرونو فیسبوک ته ورتلل د فارم ویل په نامه یې یو ګیم درلود. که څه هم د کنډي کرش او پوکیمان ګو په نامه د موبایل تیلفونونو ګیمونو ډیر شهرت ترلاسه کړ خو فیسبوک د ګیم برخې ته دومره توجه نه کوله، خو د نویو ګیمونو له ورزیاتولو وروسته غواړي دغه حالت ته بدلون ورکړي.

په مسینجر کې د ګیمونو ورزیاتول د فیسبوک هغه هڅه ده چې غواړي له نورو ټولنیزو رسنیو څخه بیرته پاته نشي او په نړۍ کې د ډیرو کارونکو د لرلو د سیالۍ همیشنی مخکښ واوسي.

XS
SM
MD
LG