د لاس رسي وړ اتصالات

فیضي: د لویې جرګې په هکله شایعات بې بنیاده دي


دولسمشر حامد کرزي وېاند ایمل فیضي وايي چې یو شمیر کسان په دې لټه کې دي چې د لویې جرګې په تخریب سره امنیتی موافقتنامه په پټوسترګو لاسلیک شي.

ښاغلي فیضي د افغانستان د ګوندونو دهمکارۍ د شوری او سیاسي ایتلافونو دڅرګندونو په ځواب کې وویل چې لویه جرګه یواځي او یواځي د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون د موافقې د لاس لیکولو په خاطر رابلل کېږي. نوموړي زیاته کړه چې په دې ډول به د افغانستان ټول خلک په دې فیصلې کې ګډون ولري او دهغوي د نهايي پرېکړې نه وروسته به دغه موافقتنامه لاسلیک شي.

دهمکارۍ د شوری او سیاسي اېتلافونو په څرگندونو کې راغلي وو چې ولسمشر کرزی دا نیت لري چې په راتلونکي کال کې د ولسمشرۍ ټولټاکنې باطلې کړې او د لویې جرګې په راغوښتلو سره خپل قدرت ته ادامه ورکړي.

د ولسمشر کرزي نطاق ایمل فیضي وویل چې په ماضي کې هم د امن دجرګې او مشورتې جرګی د راغوښتلو نه وړاندې له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو د سند دلاسلیک کولو په اړه دغه راز بې بنیاده آوازې موجودې وې، خو وروسته بېا معلومه شوه چې حقېقت ېې نه درلودی.

فېضي په دې ټېنگار وکړ چې داځل هم دغه راز آوازې د بې بنېاده شایعاتو نه پرته بل څه ندي او د وخت په تیرېدو سره به داخبره ثابته سي.

ښاغلي فیضي وویل یوشمیر کسان په دې لټه کې دي چې د لویې جرګې په تخرېب سره چې د افغانستان د خلکو د ارادې ترټولو اوچته منبع ده، امنېتی موافقتنامه په پټوسترگو ، بې له دېنه چې د افغانستان خلک په دې برخه کې خپله فېصله وکړي، لاسلیک شي.

ښاغلي فېضي ددې خبرې ېادونه وکړه چې دافغانستان حکومت څو څو ځلې داخبره په ټېنگه کړېده چې غواړي شفاف او عادلانه انتخابات چې هېڅ ډول بهرنۍ لاسوهنه پکې نه وي، په خپل ټاکلي وخت کې سرته ورسوي.

د ولسمشر ویاند په صراحت وویل څرنګه چې د امریکا له متحده ایالاتو سره امنیتی موافقتنامه، دافغانستان دخلکو لپاره یوه ملي اوسرنوشت جوړوونکې مسله ده، نودا لازموي چې د افغانستان د ټولو سیمو خلک دملي شوری ، ولایتی شوراګانو او سېاسي ګوندونو په شمول دا ټول په یوه ملي جرګه کې گډون وکړي اوخپله وروستۍ فیېصله دافغانستان اوامریکا ترمنځ دامنیتي موافقتنامی دلاسلیک کولو په برخه کې وکړي.


دافغانستان د22 گوندونو ایتلاف او سیاسي ایتلافونو پرحکومت تور لگولی چې راتلونکي انتخابات ځنډوي او دافغانستان حکومت غواړي چې دانتخاباتو د دایرولو په عوض لویه جرگه راوغواړي .
XS
SM
MD
LG