د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې د تښتول شویو ماین پاکوونکو مړي وموندل شول


فراه کې د تښتول شویو ماین پاکوونکو مړي وموندل شول
فراه کې د تښتول شویو ماین پاکوونکو مړي وموندل شول

د افغانستان د لویدیځ زون د پولیسو چارواکي وايي، د هغو شپږو ماین پاکوونکو مړي موندل شوي چې تیره اوونۍ تښتول شوي وو.

د ډافا ماين پاکۍ موسسې ٣٢ کارکوونکي څلور ورځې مخکې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې ناپېژندل شویو وسلوالو تښتولي وو.

د وژل شویو ماین پاکوونکو له جملې نه یو تن د افغانستان د کورش د ملي لوبډلې غړی وو.

د افغانستان د ځوانو لوبغاړو د ټولنې مشر سید محمود ضیا دشتی وايي دا لوبغاړی زمان شاه ابدالي نومیږي او د فراه ولایت د پشت رود د ولسوالۍ اوسیدونکی وو.

زمان شاه ابدالي افغانستان لپاره د کورش په نړیوالو سیالیو کې ګڼې لاس ته راوړنې درلودې.

سمدستي د پاتې نورو کسانو درک ندی معلوم او د پیښې مسولیت هم چا پر غاړه ندی اخیستی.

بل خوا، د کندهار په ولایت کې پولیس وایي نن درې افغان پولیس د بم په چاودنه کې ووژل شول.

په هغې چاودنې کې چې نن د کندهار په ښار کې وشوه، درې نور پولیس او دري ولسي خلک زخمي شوي دي.

همدا شان ناټو وایي چې درې نظامي پرسونل یې، نن وژل شویدي. دوه کسه یې د یاغیانو په دوه جلا حملو کې ووژل شول او یو بل کس یې د بم په چاودنه کی وژل شویدی.

XS
SM
MD
LG