د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې چاودنې قومي سپین ږیري ووژل


فراه کې چاودنې قومي سپین ږیري ووژل
فراه کې چاودنې قومي سپین ږیري ووژل

د فراه په ولایت کې درې تنه قومي سپین ږیري د سړک د غاړې د بم په چاودنه کی وژل شوي دي.
چارواکی وایی دا حمله نن شوې ده. اسوشیتد پرس رپوټ ورکوي چی د قومی سپین ږیرو دغه ډله د کلیوالو سره د یوی غونډی د پاره ورروان وو چی د افغان حکومت او د نړیوالو مرستندویو ادارو په مالی مرسته په دی سیمه کی پروژی تطبیق شي.
د افغانستان جمهور ریس حامد کرزي او د ناتو ویاند جنرال ویک بیک دغه حمله وغندله.
ویک بیک د یاغیانو دا حمله بزدلانه وبلله او وویل چی هدف یی په افغانستان کی د پرمختگ مخنیوی دی.
تر اوسه هیچا د دی حملې مسؤلیت په غاړه نه دئ اخیستئ، خو طالبان او نوری یاغی ډلې اکثرآ په هغو افغانانو حملې کوی چی هغوی غواړي د حکومت سره همکاري کوي.
بل پلو ناتو وایی چی د افغانستان په شمال کی نن د هغوی یو عسکر د یاغیانو په حملې کی وژل شوی دی.

د تشدد دا پیښه په داسی حال کی کیږی چی یو ځان مرگي یوه ورځ مخکی د ملی اردو په یوه بس موټر باندی په کابل کی حمله وکړه ، اوه عسکر او درئ ملکي کسان یی زخمی کړل.

XS
SM
MD
LG