د لاس رسي وړ اتصالات

ناتو: په کندز کې وضعیت عادي شوی


په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت ویاند وايي، هیڅوک په کندز کې د پیښ شوي حالت نه راضي ندي خو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې پدغه ولایت حالات بیرته عادي شوي دي.

جنرال چارلي کلیفلینډ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په کندز او لښکرګاه د طالبانو له پرلپسې بریدونو سره سره طالبان ونه توانېدل چې دا ښارونه له افغان امنیتي ځواکونو ونیسي.

هغه وویل نړیوالو ځواکونو د کندز او هلمند په وروستیو جګړو کې له افغان ځواکونو سره یوځای په جګړه کې هم برخه اخیستې او هوايي بمبارۍ یې کړي دي

د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت ویاند په افغانستان کې د طالبانو اټکلي شمېر ۳۰ زره یاد کړ او وسله والو مخالفینو ته د افغان پولیسو د تسلیمۍ یو لامل په ټیټه کچه کمزورې رهبري وګڼله. هغه وویل چې په هر ولایت کې دا مسئله فرق کوي خو کله چې سرتیري ته وسلې او غذا و نه رسیږي نو ځکه وسله والو مخالفینو ته تسلیمیږي

په فراه کې نا امني

په افغانستان کې د وروستیو نا امنیو په لړ کې، د فراه ولایت مرکز هم د طالبانو تر برید لاندې راغلی او د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جگړه روانه ده.

د فراه د ولایتي شورا رئیس فرید بختاور امریکا غږ ته ویلي چې طالبان د فراه ښار ته ندي ننوتي خو په یو کیلومترۍ کې د پل باغ سیمې ته رسیدلي دي.

د ښاغلي بختاور په وینا، د بریدکوونکو طالبانو شمیر ١٠٠٠ کسانو ته رسیږي او که مرستندویه ځواکونه فراه ته و نه لیږل شي گمان کیږي ښار د طالبانو لاس ته ولویږي.

خو د فراه والي آصف ننگ څو شیبې مخکې د اشنا تلویزن سره په مرکه کې وویل چې وضعیت د ښه کیدو په حال کی دی او د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات روان دي.

فساد په هلمند کې د ناامنیو لامل

د کوکنارو تر ټولو ډیر تولیدونکي ولایت، هلمند مرکز د طالبانو په لاس د سقوط د گواښ سره مخ دی.

په هلمند کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو یو اساسي دلیل هلته د مخدره موادو تولید او په دولتي چارو کې اداري فساد بلل کېږي.

یو افغان چارواکي اسوشیتد پرس خبري اژانس ته ویلي چې د هلمند اوسیدونکي دومره له فساد نه تنگ شوي چې د طالبانو د واکمنۍ د ترخو خاطرو سره سره بیا هم دغې تندلارې ډلې ته مخه کوي.

د افغانستان په چارو کې د متحده ایالاتو د یو خاص مفتش جان سوپکو د راپور په اساس، د ٢٦ زره امنیتي ځواکونو له جملې څخه چې رسماً په هلمند کې گمارل شوي دي نیمایي یې خیالي سرتیري دي او حقیقي شتون نلري.

د مخدره موادو کاروبار چې په کال کې ٣ میلیارده ډالره ارزښت لري په هلمند کې د فساد او ناارامیو لوی لامل بلل کیږي.

د طالبانو د ادعا ردول

طالبانو ادعا کړې ده چې په ارزگان کې د نظم عامه د څلورم کندک څه د پاسه ١٠٠ سرتیري دوی ته تسلیم شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو دغه ادعا رده کړې ده او ویلي چې سرتیري یې طالبانو ته ندي تسلیم شوي بلکې یوازې یې د مرکز سره ارتباط قطع شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي که څه هم د جگړې په مهال د امنیتي ځواکونو سره مرکز ارتباط قطع کیدل یو عادي خبره ده خو د دې سره سره د کورنیو چارو وزارت په دې هکله خپلې پلټنې پیل کړي دي څو څرگنده شي چې دا ځواکونه څه ډول شرایطو کې و او ولې یې د مرکز سره ارتباط قطع شوی دی.

ښاغلي صدیقي وویل "د نظم عامه کنډکونه چې شمیر یې ١٠٠ تنو ته رسیږي د کرنا په نوم یوې سیمې کې یې ارتباط زمونږ سره قطع شوی. دا مسله مونږ په ډیره جدي بڼه ځیړو چه څه شوي دي. ځیني وخت د دښمن سره جگړه او گواښونه د دې لامل کیږي چې مونږ خپل پرسونل سره ارتباط له لاسه ورکړو. خو هغه ادعا چې دښمن کوي بلکل بی اساس دی."

تر دې وړاندې ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولې د خپل تویتر پاڼه کې ادعا کړې وه چې دغه ځواکونه د خپل قوماندان او ځیني پوځي تجهیزاتو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تائیده کړې ده چې ارزگان ولایت کې امنیتي گواښونه زیات شوي او طالبان پر ترینکوټ او شاولي کوټ ولسوالیو باندې خپل فعالیتونه او بریدونه متمرکز کړي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت په وینا امنیتي ځواکونه هم د دغو بریدونو د شا تمبولو لپاره چمتو دي.

XS
SM
MD
LG