د لاس رسي وړ اتصالات

په ولسي جرگې کې د کندهار د خلکو استازې، فریبا احمدي کاکړه چې څو ورځې له مخه په غزني ولایت کې نا مالومو کسانو له خوا تښتول شوې، پرون یې د کورنۍ ځینو غړو او دولتي چارواکو د خلاصېدو خبر ورکړ. خو یو ځلې بیا د ځینو دولتي چارواکو له خولې داسې رپوټونه را څرگند شوي چې نوموړې لا تر اوسه نه ده خلاصه شوې.

د ایې ایف پي خبري اژانس د عزني د مرستیال والي محمد علي احمدي له خولې لیکي چې د فریبا احمدي دوه لوڼې او یو زوی دوه ورځې له مخه خلاص شول خو په خپله فریبا احمدي تښتونکو یوه بل نامعلوم ځای ته انتقال کړې ده او په هغې پسې لټون لا تر اوسه دوام لري.

له امریکا غږ سره په خبرو کې ښاغلي محمد علي احمدي وايي چي په موضوع کې یوازي د غزني والي، امنیه قومندان او د ملي امنیت د ادارې مشر د خبرو صلاحیت لري او دوی ته پدې باب د څه ویلو اجازه نشته.

"زه که په خپله پدې باب معلومات ولرم هم، نه یې شریکوم، ځکه پدې برخه کې والي صاحب، قومندان صاحب د امنيې او رئیس صاحب د امنیت ملي کارکوې. زه یوازي اداري کارونه کوم"

پرون په غزني کې ځینو دولتي چارواکو امریکا غږ ته ويلي وو چي د ولسې جرګې غړې فریبا احمدي دغزني ښار د(قره باغو ) په سیمه کې د امنيتي قواوو دعملیاتو په نتیجه کې د تښتونکو له منګولو څخه راخوشي شوې.

په خپله د غزني والي، امنيه قومندان اوځيني نور چارواکې پدې باب د وروستیو پرمختګونو د جزیاتو له ورکړې څخه ډډه کوي. او نه هم د فریبا دکورنۍ غړي د موضوع د حساسيت له کبله څه وايي، آن تردې چې دآغلې فریبا د خوشي شویو اولادونو په باب هم څه نه وايي.
پدې باب تر اوسه پوري خپله وسله والوطالبانو چي د ولسي جرګې د یادې غړي د برمته کېدو شک ورباندي کیږي، څه ندي ويلي.

یو شمېر هغه ولسي مشران چې له سیمه ییزو طالبانو سره پدې باب په خبرو بوخت دي یواځي دومره وايي چي د هغې د خلاصون په باب په خبرو کې پرمختګ شوی .

د غزني یو ولسي مشر حاجي زمان امریکا ږغ ته وويل چي د ديني عالمانو اوجهادي مشرانو يوې ډلي پدې باب جزیات له ولايتي ادارې سره شریک کړي او دوی يې په اړه څه نشي ویلای .

"دغزني نږدې ۳۰ تنه علما دمنځګړو په توګه پدې برخه کې کار کوي چي ځيني پخواني جهادي مشران هم پکښې شامل دي، دوی نن لس بجې له والي صاحب سره لیدنه درلوده او زه يې په جزیاتو نه یم خبر، منفي اومثبته پایله يې والي صاحب ته مالومه ده "
فریبا احمدي کاکړه د اختر په درېیمه ورځ د کندها او کابل په لویه لاره د سفر په وخت تښتول شوې. د نومړې کورنۍ او چارواکو په پیل کې د هغې د تښتول کېدو خبر رد کړ او رسنیو ته یې وویل چې هغه ترکیې ته په سفر تللې.
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG