د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني: فرخنده بې ګناه او معصومه وه


د فرخندې د قضیې د حقیقت موندنې د کمیسیون غړو نن سهار په کابل کې خبریالانو ته وویل چې فرخنده بې ګناه وه.

د فرخندې د قضیې د حقیقت موندنې د کمیسیون غړو نن سهار په کابل کې خبریالانو ته وویل چې فرخنده بې ګناه وه.

ولسمشر اشرف غني د وژل شوې فرخندې د کورنۍ له غړو سره په کتنه کې ویلي، چې دولت ټول هغه اقدامات ترسره کوي ترڅو د فرخندې په قضیه کې عدالت تامین شي.

ولسمشر غني ویلي، چې د فرخندې د قضیې د څېړنې او حقیقت موندنې کمیسیون له پلټنو وروسته په ډاګه کړې، چې فرخنده بې ګناه او معصومه وه.

ولسمشر غني پدغه کتنه کې چې د فرخندې له پلار، مور او وروڼو سره په ارګ کې لرله دا ډول ویلي، چې هیڅ ډول ګډوډي د منلو نده او دولت ژمن دی، ترڅو ښځو او انجونو ته د خوندي ژوند کولو زمینه برابره کړي.

ولسمشر په عین وخت کې د فرخندې د کورنۍ د غړو په شتون کې د فرخندې د قضیې د څېړنې د حقیقت موندنې د کمیسیون له غړو سره هم کتلي او هغوی ته یې ویلي، چې اجازه نه ورکوي ترڅو ځینې افراد د قانون تطبیق په لاس کې واخلي او د بې ګناه خلکو د ځور او وژنې لامل شي.

تر دې وړاندې د فرخندې د قضیې د حقیقت موندنې د کمیسیون غړو نن سهار په کابل کې خبریالانو ته وویل چې فرخنده بې ګناه وه.

د کمیسیون غړو ویلي، چې په فرخندې د قران کریم د سوزولو ادعاء بې اساسه وه او هیڅ اسناد یې پرې ندي پیدا کړي، کمیسیون ویلي، چې لا هم د فرخندې د وژنې انګیزه سل په سلو کې معلومه نده.

ددې کمیسیون مشر محي الدین بلوچ وویل ‪"‬قراین ښيي، دا چې فرخندې د شاه دوشمشیرې زیارتکوونکې ښځې په زیارت کې له منکرو کارونو منعې کولې، چې جنډه مه مچوئ، له تعویذ اخېستو یې مېرمنې ګرځولې، نو دا ددې لامل شوی، چې د زیارت تعویذ لیکونکي په فرخندې د قران کریم د سوزولو تور ولګوي او خلک د هغې په مقابل کې وهڅوي.‪"‬

دې کمیسیون ویلي، چې هیڅ داسې مدرک یې ندی موندلی، چې پدې قضیه کې کوم ملا، مولوي، یا دیني عالم لاس ولري، او هغه اووه ویشت وګړي چې ددې قضیې په تړاوو نیول شوي، نالوستي دي او قرانکریم نه شي تلاوت کولی.

د فرخندې د قضیې د څېړنې کمیسیون دا ډول ویلي، چې هیڅ ثبوت نشته، چې د فرخندې وژنه دې له مخکې پلان شوې وي.

ددغه کمیسیون غړو په خپل تحقیق کې ویلي، چې د پولیسو کړنې د فرخندې په وژنه کې دوه ګونې وې، په سر کې پولیسو د فرخندې په ژغورنه کې ښه عمل کړی، خو وروسته پولیسو فرخنده نده ژغورلې، چې دا د پولیس ضعف ښيي.

دې کمیسیون دا ډول د فرخندې د وژنې د قضیې د پیل او پای مهلت ندی ښودلی، ویلي یې دي، چې دا وخت یې ندی څرګند ولې د فرخندې د وهلو، ډبولو له پیل تر سوزولو یې پنځه ویشت دقیقې وخت اخېستی دی.

پدې کتنه کې د فرخندې پلار، مور او ورور ولسمشر غني ته ویلي، چې وژل شوې لور یې اوس د افغانستان د ملت لور ده.

د فرخندې کورنۍ ویلي، چې پدې قضیه کې علماوو لاس نه درلود او د علماوو او ګډوډونکو ترمنځ باید توپير وشي.

فرخنده د تېر لمریز کال په وروستۍ ورځ د کابل په شاه دوشمشیر زیارت کې هغه مهال د ووهل شوه، او وسوځول شوه، چې په هغې د قرانکریم د سوزولو تور پورې شو.

دا ډول نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیالې سیمین غزل حسن زاده هم له خپلې دندې ګوښه شوه، سیمین هغه مېرمن وه، چې د فرخندې د وژنې په لومړۍ ورځ یې د هغې وژنه توجیه کړې وه.

XS
SM
MD
LG