د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په قبایلي سیمو کې قانوني اصلاحات ولې ځنډیږي


د پاکستان حکومت د پنجشنبې په ورځ ( مۍ ٢٥) د قبایلی سیمو د اصلاحاتو په موضوع خبرې یو ځلې بیا د نامعلوم وخت پورې ځنډولې.

د پاکستان پارلیمان د قبایلي سیمو د خیبر پښتونخوا د ایالت سره د یو ځای کیدو په هکله د یو کال راهیسې بحثونه کوي. د پاکستان حکومت تېر کال په قبایلي سیمو کې د قانوني اصلاحاتو لپاره یو هیت جوړ کړ. دغه هیت لایحه جوړه کړه چې د ٥ کلونو په مودې کې به قبایلي سیمې د پښتونخوا سره د یو ځای شي.

او اوس به دغه لایحه پارلیمان ته د دی لپاره وړاندې شي چې قانوني بڼه ورته ورکړي. خو د پنجشنبې په ورځ ( مۍ ٢٥) د پاکستان حکومت د اصلاحاتو په موضوع دغه خبرې یو ځلې بیا ځنډولې.

په پېښور کې د ډان ورځپاڼې ژورنالسټ اسماعیل خان وایي چې "د انگریز د دور یا د ایف سي آر قوانین د پېړیو راهسیې په دغه سیمه کې نافذ دي، نو ځکه د اصلاحاتو راوستل اسانه نه ده."

د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر محمود خان اچکزي او د جمیعت علما اسلام د گوند مشر مولانا فضل الرحمان د قبایلي سیمو د پښتونخوا سره د یو ځای کیدو مخالفت کوي خو وایي چې باید د انگریز د دور قوانین ختم شي. دوي دواړه په دی نظر دي چې باید د قبایلي سیمو خلک په خپله د خپل راتلونکي پریکړه وکړي او په قبایلي سیمو کې یې د ریفرنډم وړاندیز هم کړیدی.

اسماعیل خان د ټولپوښتنې د نظر سره موافقه نه دی. هغه وایي "په پاکستان کې چېرته مخکې په دا ډول مساېلو ریفرنډم نه دی شوی. خو اصل مسئله دا نه ده چې قبایلي سیمه دي د پښتونخوا سره یوځای شي او که بیله صوبه دي شي، اصل مسئله په قبایلي سیمو کې د نظام بدلول دي."

د پاکستان د قانون وزارت وړاندیز کړیدی چې په قبایلي سیمو کې د تر هغه پورې چې ایف سي آر په مکمکله توگه ختم شي ، د قبایلي سیمو د دودونو سره سم د 'رواج قانون' به نافذ شي.

محمود خان اچکزي د امریکا غږ ته په مرکې کې ویلي چې "قبایل دی پخپله د خپل راتلونکي پریکړه وکړي." اچکزي په دی موضوع په اسلام اباد کې د ځینو قبایلي مشرانو جرگه هم راغوښتي وه.

مونا نصیر چې د کرمې سره تعلق لري وایي چې دوه درې داسې خبرې شته چې په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو د ځنډیډو سبب شوي وي. " یو دا چې پوځ نه غواړي چې دا اصلاحات وشي دوهم د پاکستان حکومت د مسلم لیگ نواز گوند نه غواړي چې قبایلي سیمو ته پیسې ورکړي."

مونا نصیر وایي چې داسې ښکارې چې په دی هکله د امریکا د ولسمشر د پاکستان لپاره پالیسي هم ډیره مهمه ده.

د پاکستان حکومت ویلي چې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په هکله جدي دي خو تر اوسه پورې په دی هکله په خپله د حکومت ځینې ملگرې سیاستمداران لا یو نظر نلري.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG