د لاس رسي وړ اتصالات

د مرگوني کښت مستند فلم


د مرگوني کښت مستند فلم
د مرگوني کښت مستند فلم

د مرگوني کښتمستند فلم - د افغاني ټولنې دردوونکی حالت! له ختیځ څخه تر لویدیځه او له شمال څخه تر جنوبه د مخدره موادو زیږنده ستونزې. اعتیاد، درد او رنځ، بې وزلي، پور او احتیاج، قاچاق، محکمه او د قانون د پلي کولو هڅې. دا ټول په هغه مستند فلم کې لیدلای شئ چې د امریکا غږ اشنا تلویزیون د همکارانو د زیار او هڅو نتیجه ده. د مرگوني کښت فلم په اوو برخو کې دغو انځورونو ته په ټک ورکولو سره کتلای شئ

د مرگوني کښت مستند فلم:

”فکر کوم دا خبره غلطه ده چې موږ افغانستان بایللی.

خو ددې کار امکان شته. کوم خلک چې افغانستان ورته معلوم دی، ویني چې په هغه هیواد کې ډیره هیله موجوده ده. موږ باید ثابت قدم ووسو او ومنو چې دا کار یو څه وخت نیسي نو پدې صورت کې هدف ته رسیدی شو.”

افغانستان محاصره دی: په ملک کې ډیموکراسي پلې شوې او حکومت له یاغي طالبانو، تشدد، اداري فساد، اعتیاد او د نشيي موادو له تجارت سره په جگړه اخته دی.

لومړی برخه - وگورۍ

د کوکنارو د معضلې پیل: جگړه، د کلیوالي اقتصاد له منځه تلل، هجرت او د بدیل معیشت نشتوالی.

دوومه برخه - وگورۍ

د امریکا په رهبرئ د کوکنارو د کښتونو د اړولو پروگرام: پدې هکله مشکل په کوم ځای کې دی؟ آیا د بدیل معیشت پروگرام کامیاب و؟

درییمه برخه - وگورۍ

په ننگرهار کې د ٢٠٠۴ کال د کوکنارو پر ضد مبارزه: بایلې او بریاوې؟ د نشيي موادو د تجارانو گټه په څه کې ده؟

څلورمه برخه - وگورۍ

په بدخشان کې د نشيي موادو کارخانې او په افغانستان کې د اداري فساد ستونزه.

پنځمه برخه - وگورۍ

له سلو زرو زیات افغانان په اپینو معتاد دي. په هیروینو د معتادو شمیر به څومره وي؟ آیا اپین باید د ماشومانو د آرامولو لپاره استعمال شي.

شپږمه برخه - وگورۍ

نشيي موادو ټولې نړۍ ته خطر پیښ کړی. آیا د حل لاره د تدارک او تقاضا په راکمولو کې ده؟ ددغه خطر د مخنیوې لپاره کومې لارې چارې موجودې دي؟

اوومه برخه - وگورۍ

XS
SM
MD
LG