د لاس رسي وړ اتصالات

فضل هادي شینواری په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شو


فضل هادي شینواری په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شو
فضل هادي شینواری په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شو

دافغانستان د سترې محکمې پخوانى رئيس قاضي القضات جيد عالم شيح الحديث مولانا فضل هادي شينواري جنازه د جلال آباد ښار په جنوب کې د نجم الدين اخوند زاده په هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

د افغانستان د سترې محکمې پخوانى رئيس شيخ الحديث مولانا فضل هادي شينوارى چې درې ورځې وړاندې د هندوستان په يو روغتون کې مړ شو د نوموړي جنازه له خپل وصيت سره سم د جلال آباد ښار په جنوب کې د نوميالي غازي نجم الدين اخوند زاده په هديره کې خاورو ته وسپارل شوه. دده د جنازې په مراسمو کې د سيمې مخور مشران، ديني عالمان، او د نوموړي شاګردان حاضر وو.

شيخ الحديث مولانا فضل هادي شينوارى په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ تر رنګيدو وروسته د سترې محکمې او د علماوو شورا رئيس و ټاکل شو. څو کاله يې دغه دنده پر مخ يوړه.

د ده زوى وجيه الرحمن شينوارى وايي چې مولانا فضل هادي شينوارىله نن نه درې اتيا کاله وړاندې د شينوارو د هسکې مينې په ولسوالۍ کې زيږيدلى دى.

لومړنۍ زده کړې يې په خپل کلي او لوړې زده کې يې له هېواده بهر د ديوبندپه مدرسه کې تر سره کړي دي خو څرنګه چې هغه مهال په سيمه کې يو لوى سياسي او جغرافياوي بدلون رامنځ ته شو نو له ده پاتې زده کړه پاتې شوه.

وجيه الرحمن وايې چې وطن ته تر را ستنيدو وروسته مولانا فضل هادي په خپل کور کلي کې د مدرس په توګه وظيفه اجراء کړه.

د هجرت په کلونو کې يې درې لسيزې په ادم خېلو دره کې خپله شخصي مدرسه و پالله او په زرګونو شاګردان يې وروزل. په سياسي چاپېريال کې يې خپله مبارزه د هېواد د خپلواکۍ لپاره پر مخ يوړه، مولانا فضل هادي شينواري په خپل علمي ژوند کې په لسګونو سياسي، ديني، اجتماعي، ليکنې او کتابونه د ولس په مخکې وغوړول.

مولانا فضل هادي شينواري هغه مهال چې ده د هډې په مدرسه کې زده کړه او تدريس کاوه د نجم الدين اخوند زاده له فکر او مبارزې ډېر اغېزمن شوى و.

د هغه د ژوند او کارنامو په باب يې يو ځانګړى کتاب هم ليکلى دى د جهاد پر کلونو دى د يو مبارز په توګه پاتې شوى ان تر دې چې د روسي ښکېلاک پر وړاندې يې له قلمي مبارزې نه ټوپک ته هم لاس کړى دى او د دغه هېواد ډېرې تړې يې تر خپلو پلونو لاندې د ژوند په ستړي سفر کې شاته پريښي.

د ننګرهار ولايت يو ديني عالم او د نوموړي شاګرد مولوي شمال خان عثماني وايي چې ده له مولانا فضل هادي شينواري ډيره زده کړه کړې.

دى وايي مولانا فضل هادي شينواري د ده په څېر لسګونو شاګردان روزلي کله چې د داود خان واکمني شوه مولانا فضل هادي شينوارى لومړنى سړى وه چې د هجرت لار ونيوه او د جهاد فتوه يې ورکړه دى وايې چې د نجم الدين اخوند زاده جومات د همده په هڅو او زيار جوړ شو. مولانا فضل هادي شينوارى د ٨٣ کالو په عمر وفات شو.

بل لورته په جلال آباد کې د يو شمېر مدني ټولنو استازو د يوې ګډې غونډې له لارې د ننګرهار او کونړ په ولايتونو کې د هغو ولسي کسانو مرګ ژوبله و غندله چې په دې وروستيو کې په جګړه کې ښکېلو ډلو له خوا رامنځته شوې وه.

د بشري حقونو او مدني ټولنو همغږۍ ټولنې مشر ډاکټر نعمت الله همدرد انديښنه و ښوده چې په سيمه کې پېښې همداسې دوام و مومي نو روان ميلادي کال به د ولسي کسانو د مرګ ژوبلې له پلوه تر ټولو خونړى اوسي د مدني ټولنو استازو په جګړه کې پر ښکېلو ډلو غږ وکړ چې تر هر څه وړاندې دې د جګړې د قربايانو له کورنيو بښنه وغواړي دا په داسې حال کې چې د کونړ په ولايت کې د ځايي چارواکو په وينا په دې وروستيو کې تر ٥٠ زياتو او د ننګرهار په ولايت کې پر کابل بانګ د وسله والو مخالفينو په ځانمرګي بريد کې يو شمېر اولسي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. پر دغو پېښو سربېره تېره شپه د ننګرهار د خوږياڼو په ولسوالۍ کې د بهرنيو قواوو له خوا شپږ تنه اولسي کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG