د لاس رسي وړ اتصالات

کومي وایي ټرمپ ورنه وفادراي غوښتې وه


ټرمپ_کومي
ټرمپ_کومي

د امریکا د تحقیقاتي ادارې پخوانی مشر جیمز کومي چې تیره میاشت ولسمشر ټرمپ د دندې لیرې کړ، به نن د پنجشنبې په ورځ سنا ته شاهدي ورکړي. کومي به په دغه شاهدۍ کې د سنا استخباراتي کمیټې ته ووايي چې ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د خبرو په دوران کې د هغه نه د وفادارۍ غوښتنه کړي وه.

د سنا استخبارتي کمیټې د جیمز کومې وینا چې نن د پنجشنبې په ورځ به یې کوي، پرون د چارشنبې په ورځ خپره کړه. جیمز کومي د سنا استخباراتي کمیټې ته د ولسمشر ټرمپ سره د خپلو پنځو ملاقاتو په وخت کې د خبرو تفصیل ورکړیدی.

کومي د ټرمپ سره د خپل یو ملاقات په هکله لیکلې دي. ولسمشر ټرمپ ما ته وویل "زه وفادارۍ ته ضرورت لرم او د وفادارۍ امید لرم. "

کومي زیاتوي "زه غلی شوم، ما د خپل مخ تاثرات بدل نه کړل. مونږ دواړو د دغې نه وروسته د څو ثانیو لپاره غلې و."

کومې یو بل ځای لیکلي دي چې د فرورۍ په ١۴ نیټه ولسمشر ټرمپ د هغه نه وغوښتل چې د مایکل فلن په هکله تحقیقات دی پریږدي. کومي وایي چې ټرمپ ورته وویل چې فلن ښه سړې دی او هیله لري چې د هغه په هکله به تحقیقات نه کوي.

مایکل فلن چې د ملي امنیت مشاور و، ښاغلي ټرمپ د دندې نه د هغې وروسته برطرفه کړ چې یې د روسي چارواکو سره د خپلو خبرو تفصیل په ډاگه نه کړ.

ولسمشر ټرمپ د دی پوښتنې په ځواب کې چې په کومي یې فشار اچوو د فلن په هکله دی تحقیقات نه کوي، خبریالانو ته وویل چې دغه بیخې درواغ دي.

هم په دغې مطبوعاتي غونډې کې ولسمشر ټرمپ د ٢٠١٦ کال د انتخاباتو په دوران کې د هغه د کمپاین د ټیم او د روسیې ترمنځ د احتمالي روابطو تور هم رد کړ. ټرمپ د روسیې سره د اړیکو تور په پرله پسې توگه رد کړیدی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره سینډرز خبریالانو ته وویل چې "زه د دی فکر هم نشم کولی چې ولسمشر د خپلو خبرو نه واوړي."

ښاغلي ټرمپ د مۍ په دولسمه نیټه په ناڅاپي ډول د فیډرالي تحقیقاتي ادارې ایف بي آی مشر جیمز کومي د دندې نه برطرفه کړ او ویي ویل چې جیمزکومي اوس د دغې ادارې د مشرۍ قابلیت نلري

ټرمپ وویل چې هغه د لوی څارنوال د مرستیال راډ روسینټاین په سپارښتنه کومي د دندې لیرې کړ خو وروسته یې بیا ویل چې د کومې د لیرې کولو په وخت هغه د روسیې په مسله فکر کاوه.

انتقاد کونکي وایي که دا ثابته شي چې ولسمشر ټرمپ د ایف بي آی په تحقیقاتو کې مداخله کړیده نو دا به نه یواځې نامناسبه وي بلکه د عدالت په وړاندې به د خنډ جوړولو کوښښ وي.

XS
SM
MD
LG