د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې د یوې ښځینه پولیسې ژوند او کړاوونه


د کونړ چارواکي ددې میرمنو د کار او زیار قدر کوي.
د کونړ چارواکي ددې میرمنو د کار او زیار قدر کوي.

په کنړ کې ایله پنځه ښځینه پولیسې په دندو ګمارل شوي او وايي د خپلو خویندو لپاره خدمت کوي.

زمونږ همکار ذبیح الله غازي د ایسرو په نوم یی د یوې ښځینه پولیسې پر ژوند او هڅو راپور برابرکړی دی

د کلي کور په پیغورونو پسې نه ګرځي ځکه خو خپله، دنده ثواب او خرما، دواړه ګڼي.

دا ښځینه پولیسه د کونړ په امنیه قوماندانۍ کې ده.

هغه وایي، « د کلي خلک یی وایي چې دا ښځه پولیسو له لاړه خو مونږ وایو مونږ مجبور یاستو، خیر دی، تاسی هم زنانه را وباسئ چې دا کار د خپلو نورو خویندو سره وکړي.»

نژدې څلوېښت کلنه ایسرو دغه نظامي لیکو ته پوره نهه میاشتې وړاندې راغلې، خاوند یې له ډېرو قرضدارو وتښتید او بیچیان یې ورپاتې شول، ځکه نو وایي دا د لس کسیزې کورنۍ د ساتنې ښه وسیله ده.

قوماندانۍ ته د ننوتونکو میرمنو پلټل او کله کله په ځانګړو عملیاتو کې برخه اخیستل یې اصلي دنده ده.

له هغې سره هره شېبه د خپل مرګ وېره ملګرې ده، خو عقیده یې داده چې له پیښې تیښته نه کیږي.

هغه وایي، « د ورځی نه ویریږم خو د شپې مې کور لری پروت دی.»

همدا پولیسه ده چې په خپلو همخېلو کې ملګرې او دښمنه مالومولای شي، ډېرې یې ددغې چارې ننګه کوي.

د کنړ یوه اوسیدونکې، گلالۍ وایي په هوسا زړه امنیه قوماندانۍ ته ورتلای شي. هغه وایي، « زه خوشحاله شوم چې پدې پوه شوم چې اوس دلته یوه میرمن شته چې زمونږ تلاشي وکړي. دا خو د ټولو خویندو دپاره یو خدمت دی.»

د ایسرو په نوم د کونړ د یوې ښځینه پولیسې ژوند او هڅې - د ذبیح الله غازي رپوټ
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

​په دې ښار کې بې څادرۍ د ښځو ګرځیدل هم یوه نا اشنا خبره ښکاري، پاتې لا د ایسرو په څیر یوې دندې غاړه ایښودل.

خو ددې تیاره ښار د رڼا کیدا لپاره په دغه اړخ کې څه کیدای شي؟

د کونړ امنیه قوماندان، پاسوال جمعه ګل همت هم ددوی د کار او زیار قدر کوي او ونډه یی په ټولنه کې ستایي. هغه وویل، « لس تنه نورې میرمنی هم پدې برخه کې د کار دپاره په روزنو اخته دي څو د پولیسو په لیکو کې خدمت ته ودریږي.

ښاغلی همت وايي په دې برخه کې قومي مشرانو ژمنه کړې چې د ښځینه پولیسو د ډېرښت لپاره به هڅې کوي.

د ډېرو په باور که ښځینه پولیسې زیاتې شي نو له امنیتي پلوه شته ستونزې را کمیدای شي.

XS
SM
MD
LG