د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د نشه يي ښځو شمیر زیات شوی


په ننګرهار کې د نشه يي ښځو شمیر زیات شوی
په ننګرهار کې د نشه يي ښځو شمیر زیات شوی

د ننګرهار ولايت دښځو چارو رياست په دغه ولايت کې په نشه د روږدو میرمنو د ډيرښت خبر ورکړ.

دننګرهارولايت دښځو چارو رياست وايي چې په دغه ولايت کې د پخوا په پرتله په نشه باندې د روږدو میرمنو شمېرزيات شوى دى.

دوي داهم وايي چې په دنشه د روږدو ميرمنو دا علاج لپاره کوم ځانګړې ځای هم نشته.

ددغه رياست رئيسه ميرمن انيسه وايي د دوی له لورې دتر سره شوې څيړنو نتيجو وښوده چې په ننګرهار کې په سلوکې پنځه فيصده ميرمنې دنشه يي موادو په کارونه روږدې شويدي د ښځو چارو رئيسې وويل په نشه دروږدو ميرمنو ډيره برخه په کورونو کې ده او تر ډيره يې څوک له حاله هم نه خبريږي.

دې وويل د ننګرهار دعامې روغتيا په روغتون کې يوازې دنارينه و د اعلاج لپاره يو شل بستريز روغتون شته چې دکور ميرمنې دغه روغتون ته د اعلاج لپاره دورتلو زړه نه ښه کوي.

مېرمن انيسې دنشه يي موادو دکارونکيو ميرمنو د اعلاج لپاره ديو ځانکړي روغتون دجوړيدو غوښتنه وکړه.

ده وويل که ددغو مېرمنو داعلاج غم ونه خوړل شي نو ويره ده چې ددې ميرمنو تر څنګ يې دکورنۍ نور غړي هم د نشه يي موادو پر کارونه روږدي شي چې بيا به يې دنوموړې په وينا مخنيوې خورا مشکله وي.

خو د ننګرهار دعامې روغتيا رياست چارواکي وايي دوې دهغو ميرمنو د اعلاج لپاره چې په نشه روږدې دي هم په روغتون کې څو خونې ځانګړې کړيدې.

ددغه رياست يومسول ډاکترشېرزاد وايي دى فکرنه کوي چې په دومره شمېرښځې دنشه يې موادو پر استعمال روږدې وي.دې وايي دوي دا مهال دښځولپاره دودان افغانستان په نوم يوموسسې په مرسته د متعادو ښځولپاره يوشل بستريزروغتون برابرکړى دى .

په افغانستان کې دا مهال پر نشه دروږدو کسانو شمېر تر يو مليون اوښتې خو يو شمېر کتونکي په دې باور دې چې که پر نشه روږدو ميرمنو ته پاملرنه ونه شي نو ښايي چې په دې هېواد کې پرنشه دروږدومېرمنو شمېر په چټکۍ سره مخ پورته لاړشي.

ځينې لا دا وايي دا خو يوازې هغه مېرمنې دي چې په ښارونوکې اوسي هغه مېرمنې چې په کليو او بانډو کې ژوند کوي اوله سختو اقتصادي اوروغتيايي ستونزو سره مخ دي ښايي په هغوي کې دمخدره موادومعتادينې زياتې وي.

د دوی له نظره دکليو ښځو ژوند ته بايد زياته پاملرنه وشي.

XS
SM
MD
LG