د لاس رسي وړ اتصالات

انګیزې شینوارې په روغتون کې ساه ورکړه


پر انګیزې شینوارې د برید مسوولیت هیچا هم په غاړه نه دی اخیستی.
پر انګیزې شینوارې د برید مسوولیت هیچا هم په غاړه نه دی اخیستی.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړې انګیزې شینوارې چې تیره اونۍ د ماین په یوه چاودنه کې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې وې، په دغه پیښه کې د اخیستو ژورو ټپونو له امله تیره شپه د کابل د سردار محمد داؤد خان په روغتون کې ساه ورکړه.

میرمن شینوارې د تیرې سې شنبې په ورځ په جلال اباد کې د یو مقناطیسي ماین د چاودنې له امله چې په موټر پورې یې نښلول شوی وو سخته ټپي شوې وه.

په دې چاودنه کې د میرمن شینوراې غبرګې پښې غوڅې شوې وې، چې د سختو او ژورو ټپونو له امله یې له جلال آباد څخه کابل ته ولیږدوله او له یوې اونۍ درملنې وروسته یې په روغتون کې له دنیا سترګې پټې کړې.

افغان ولسمشر د میرمن شینوارې په مړینې ژور خفګان ښودلې او د هغې له کورنۍ، همکارانو او د ننګرهار له خلکو سره یې د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.

له ارګ څخه په خپرې شوې یوې خبرپاڼه کې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې انګیزې شینوارې د افغانستان لپاره ډیر کار کړی چې په تاریخ کې به یې نوم د زړورو میرمنو په کتار کې د تل لپاره پاتې شي.

افغان ولسمشر ویلي " میرمن انګیزې شینوارې په خپل لنډ عمر کې د اسلامي علومو د استادې، د ښځو د حقونو د ملاتړې، د شاعرې ، ژورنالیستې او په ولایتي شورا کې د ننګرهار د خلکو د استازې په توګه هېواد ته ډیر څه وکړل او د افغانستان د زړه ورو میرمنو د مبارزو تاریخ به د دې نوم په خپلو پاڼو کې خوندي وساتي."

همداشان د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرایي رئیس عبدالله عبدالله پر انگیزه شینواری باندې برید په کلکه غندلی او امنیتي ځواکونو ته یې د دې برید د څېړلو سپارښتنه کړې ده.

ښاغلي عبدالله د وزیرانو د شورا په غونډه کې وویل، "مېرمن شینوارې د خلکو رښتینې خدمتګاره وه، د ښځو د حقونو فعاله، خبریاله، لیکواله او شاعره وه چې تل یې د خپلو خلکو درد ژړلی او د دې درد د مرهم لپاره یې هڅې کولې.

هغه د مېرمن انګېزې په مړینې خواشینې وښوده او ویې ویل "نوموړې په سختو حالاتو کې د خلکو خدمت ته ملاتړلې وه؛ خو د افغانستان دښمنانو هغه ونشوه زغملی".

دغه راز، د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو ادارې هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ننګرهار د ولایتي شورا غړې انګیزې شینوارې مړینه د افغانستان د خلکو او ولایتي شوراګانو لپاره لویه ضایعه ګڼلې او له افغان امنیتي ارګانونو څخه یې غوښتي چې د ولایتي شوراګانو د غړو د امنیت د ټینګولو لپاره زیاته پاملرنه وکړي.

د سیمه ایزو ارګانونو د ادارې سرپرست متین بیک ویلي چې د انګیزې شینوارې فعالیتونه به هیڅکله هیر نشي او د هغې تشه به تل محسوسیږي.

د ننګرهار د ولایتي شورا دغه ښځینه استازې په ننګرهار ولایت کې له اوږدې مودې راهیسې د مدني ټولنې فعالې په توګه کارونه مخ ته وړل او د یو څه وخت لپاره یې په دغه ولایت کې د سیمه ایزو رسنیو سره هم کار کړی وو.

پر میرمن شینوارې د بمي چاودنې پر مهال د هغې د موټر چلونکی ځای پر ځای وژل شوی وو او شپږ تنه نور ټپیان شوي وو، چې پنځه تنه یې د بي بي حوا په نوم د انجونود یو ښونځي زده کوونکې وې.

چاودنه د بې بي حوا انجونو د لېسې مخې ته هغه مهال شوې وه، چې له دغه ښوونځي څخه زده کوونکې نجونې د کور په لور روانې وې.

د بې بي هوا انجونو د لېسې سره نژدې د ملي امنیت ریاست یو دفتر هم موقعیت لري.

پر انګیزې شینوارې د برید مسوولیت هیچا هم په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG