د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ او د فرگوسن د کړکیچ د پای ته رسولو هڅه


Fergueson
Fergueson

سپینه ماڼې وایي د کابینې سره د ولسمشر اوباما ملاقات به د حکومت د هغه فدرالي پروگرام څیړنې باندې متمرکزه وي چې د قانون د پلي کولو ادارو ته د پوځ په څیر تجهیزات برابروي.

سپینه ماڼې وایي ولسمشر اوباما به نن د مدني حقونو ځوانو مشرانو سره وگوري اود هغو ستونزو او د گمانیو په هکله خبرې وکړي چې د پولیس او تور پوستگو تر منځ موجودې دي.

د امریکا د میزوري ایالت فرگسن ښار کې د قضایي هیئت په فیصلې باندې چې سپین پوستی پولیس یو اتلس کلن تور پوستی مایکل برون ویشتلی او وژلی و لاریونو نه دوام لري.

خو د تیرې اونۍ په پرتله چې تشدد یې رامنځ کړی و، اوس دا لاریونونه سوله ایز دي. په فرگوسن کې یو مظاهره کوونکي وویل"داسې ښکاري چې کله زمونږ ماشومان ویشتل کیږي هیڅ څوک ېې پروا نلري"

د نیویارک یوه مظاهره کوونکې بیا وایي "زه غمجنه یم، زه هم یو ١٦ کلن زوی لرم، کیدای شو چې دهغه په ځای دی لگېدلی وای"

د یوې اونې قهرجنو مظاهرو نه وروسته پولیس دیرن ولسن چې تور پوستی مایکل برون یې ویشتلی او وژلی و، په دې هیله د خپلې دندې نې نه استعفا وکړه چې فرگسن ښار بیرته خپل عادي حالت ته راشي. تیره اونې د اې بي سي تلویزیون سره په یوه مرکه کې د ولسن نه پوښتنه وشوه چې هیله لري خپلې دندې ته دوام ورکړي؟ هغه وویل "ایا تاسې په رښیتا داسې فکر کوی چې دا امکان لري؟ زما مقصد دا دی چې خلک به ما ومني؟ ایا زما ژوند به خوندي وي؟"

د تیرې اونۍ نه راپدیخوا په فرگوسن ښار کې مظاهرې دوام لري او د مظاهرو لمن، پورتلند، اوریگن، سیاتل او نیویارک ښار ته غزیدلي ده. د فرگوسن ښار یو بل اوسیدونکی رید فورایس بیا دا نظر لري چې کیدای شي منصفه هئیت سمه فیصله کړې وي خو زیاته وي چې ولسن د استعفا پرته بله لاره نه درلوده "د بده مرغه د هغه په وړاندې اوس هم ډیره زیاته کرکه موجوده ده. خلک دې ته حاضر ندي چې د دې قضیې حقایقو او شواهدو ته وگوري"

ولسن دا خبره ردوي چې مایکل برون باندې د ډزو په وخت په هغه باندې د نژادي تبعیض اغېزې موجودې وې "یوازنی احساس چې هغه وخت ما درلود، هغه ویره وه. او وروسته بیا له ماسره د ژوندي پاتې کیدلو فکر او روزنه. زما روزنه په هغه وخت کې پر هرڅه غالبه شوه.او زما ټول احساس دروزنی تر اغېز لاندې"

د میزوري ایالت سنت لیوس ښار یو چارواکی انتونیو فرنچ په وینا د ولسن استعفا کافي نده "زه فکر کوم چې د تورپوستو د ټپونو د رغولو لپاره ډیرې نورې استعفاگانې باید وشي لکه د فرگسن د امنیې قومندان. زه فکر کوم د دې خلکو لپاره دا ناشونی کار دی چې هغه دې په خپلې دندنې کې وي خلک دې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي."

که څه هم ولسن د جنایي محکمې نه ژغورل شوی دی خو کیدای شي د مدني سزاگانو سره مخامخ شي. د امریکا د عدلیه وزارت د دې قضیې په هکله خپل تحقیقاتو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG